چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي، نه پوهیږي بایډن ولې...

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي، نه پوهیږي بایډن ولې له عمران خان سره خبرې نه کوي

تاند(چهارشنبهو د اسد ۱۲) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف وايي، د امریکا له لوري له پاکستان سره نه دلچسپي ورته د درک وړ نه ده.

ده له فیننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د یوه داسې مهم هیواد له صدراعظم سره خبرې نه دي کړي چې په ځینو مسلو په تېره بیا افغانستان کې یې په یو ډول مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همداراز وویل، څو واري ورته ویل شوي چې ولسمشر بایډن به عمران خان ته ټېلفون وکړي خو دا کار نه دی شوی، نه پوهېږي چې په تخنیکي دلایلو که په بله وجه دا کار نه کېږي.

یوسف وايي، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په ترڅ کې له پاکستانه مرسته غوښتې وه چې پر امریکايي پوځیانو د طالبانو د حملو مخه ونیسي خو له دې سره سره جو بایډن له عمران خان سره په دې مسله خبرې نه دي کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار اوس په واشنګټن کې دی چې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

له ده سره په سفر کې د آی ایس آی مشر هم ملګری دی.

ده وویل،«که امریکا ولسمشر زموږ صدراعظم ته حتي یو ټېلفون هم نه شي کولی، بیا پاکستان هم نور انتخابونه لري.»

د بایډن د ادارې یو مامور د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د حرګندونو په ځواب کې وویل چې ولسمشر بایډن د نړۍ د ډېرو نورو هیوادونو مشرانو ته هم ټېلفون نه دی کړی. هغه به په مناسب وخت کې چې وخت پیدا کړي د پاکستان له صدراعظم سره وږغېږي.

خو یوسف وویل«که صدراعظم عمران خان ما ته هدایت نه وای کړی نه به زه او نه به زموږ پلاوی دلته راغلی و.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب