شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+له کابله تر هراته د خيال په نيلي

له کابله تر هراته د خيال په نيلي

عبدالوحيد وحيد

د خيال نيلى مى زين او د هوا په اوږه والوتم. د خپل هېواد د ښکلا ننداره مى وکړه.  ښکلې هوا زړه راښکونکي سيندونه. زرخېزه ځمکو ته خوشحاله شوم، خو خلکو بيا هم ويل چې وچکالي ده. ولسونو د فقر له کرښې لاندې ژوند کاوه. په هره سيمه، هر کلي او هر ښار کې حالت ماتمي وو. ژړاګانې فريادونه او واويلا وه. هلته يو اوږده مجهوله مرموزه او پيچلي نيابتي جګړه څو لسيزې وړاندې پيل شوې او لاهم روانه وه. ځوانانو سوله نه پيژانده له خندا سره يې بلديت نه درلود. په دښتو کې ميلې نه وې، د چنارو لاندې بانډارونه نه وو. ګودرونه او په ګودر کې د پيغلوټو د منګوټو کتارونه نه وو. خندا نه وه او سندرې نه وي.

د غره په لمن کې د کوچيانو کيږدئ نه وې،  غټې رمې  او شپانه نه وو. هغه پخوانى له ستورو ډک تک شين اسمان نه وو. دشپې په مهال په سپينه سپوږمئ کې د شپانه د شپېلۍ ساز نه تر غوږه کيده.  د ميږو د سرکښ د ګونګړي د شرنګهار ساز غږ نه تر غوږو کيده. د اوبو ځوږ او د ونو د پاڼو موسيقي او اواز نه اوريدل کيده. د ډول غږ او اتڼ شتون نه درلوده.

د ميدان وردګو د سالارو په سيمه تيريدم، باغونه وو، ميوې وې، خو هاغه پخواني خوړنځايونه د مسافرو ځوږ او شور نهوو.  د ناهيلي په حال کې مې الوت ته دوام ورکړ. په کليو کې ځوانان نه وو. خبرې کيدې چې هغه ځوان د ايران عسکرو سيند ته واچاوه. هغه نور يې په واوروه کې ووژل. هغه نور د ترکيي په پوله پراته دۍ، نور يې انساني قاچاقبرانو برمته کړي دي او ځينى د جګړو په ليکو له يو او بل لوري سره په خپلمنځي جګړو کې لتاړ وو. پلونه او پلچکونه ويجاړ او سرکونه ټوټه ټوټه وو. د خپل ولس په ماتمي حالت مې وژړل او الوت ته مې دوام ورکړ.

د غزني په هوا کې تم شوم. مال، د بهلول، سنائي، غزنوي او نورو اتلانو زيارتونه به وکړم، خو لاندي خلک له توپکو راکټونو او پيکاو سره ګرزيدل. په شلګر اندړو او واغظ را وڅرخيدم. هغه ډول، اتڼونه او د اندړو سندرې نه وي. يوازې د باروتو د اور اوازونه تر غوږو کيدل. کنډوالې وې، ويجاړ ښونځي سوځيدلي کلينيکونه او کنډ کپر سرکونه وو. هغه څه مې وليدل چې په هيڅ ډول د يوې اسلامي متمدنې ټولنې ننداره يې نه وړاندي کوله.

د ولس فرياد ته غوږ شوم. په جګړه کې د يوه وژل شوي ځوان مورکئ د خپل چيت پيت صندوق سر پرانستى وو. په ګوتو باندي جوړه شوې غاړه يې راپورته کړه. په چيغو چيغو کې يې وويل زويه! زما د کونډتوب د ناکراره ژوند ټوله هيله او اميد خو ستا ځواني ليدل، تا ته ناوې راوړل او په واده کې د سندرې ويل وه. غوښتل مې چې د واده په ورځ دغه غاړه ستا په تن کې ووينم. بس رب به زما په برخه همدغه د تيارو ژوند ليکلي وو. زويه تاهم لکه د پلار په شان نيمه خوا پريښودم. پلار خو بيا هم ته راته پريښودې تا راته څوک پريښودل؟ داسې ښکاري چې دې له پلار سره په ترسره کړې ژمنه کې پاتي راوستم. له ټول احتياج زحمت پردئ مزدوري او د خلکو خبرې مې وزغملې خو ته مې ولې د جګړو له دغه سوځوونکي اور څخه ونشواى ژغورلاى؟ اوس به پاتې عمر ستا له دغه غاړې سره تيروم.

د سرک تر غاړه ناست يوه ځوان چې دوه ماشومان هم ورسره وو ودريدم. پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې ماشومان چيرته ولي. هغه راته کيسه پيل کړه. واى دواړه مې زامن  دي. زه د چا دهقاني کوم. دوى له ځان بوزم. مورکئ يې څو کاله مخکې د ورور ناوې راوړه چې په موټر يې ماين وچاوديده. په موټر سپرې ښځې شهيدانې شوې. د پيژندګلوي نه وو. زما د ميرمنې يو لاس مو وپيژنده. هغه هم له لستوڼي راته معلوم شو چې زما ميرمن ده. کور کې څوک نلرم. اولادونه مې ويريږي، نو له ځانه سره ځمکو ته بوزم.

والوتم کندهار ته، په ارغنداب کې ميلې نه وې، غېږې ايستل نه وه. سندرې اتڼونه نه وو. بس هره خوا چيغې سلګئ اسويلي أهونه او ماتمونه وو. په يوه کنډواله کې ميشت يو فاميل ته ښکته شوم. ماشومان يې وږي وو. له مورکئ څخه يې ډودئ غوښته. پلار يې له کلي څخه د راوتلو په مهال په ښى مټ د هاوان چره خوړلې زخمي وو. ميرمن يې ورته د لاس ببوزۍ (پکه) واهه. د کڼډوالې په سر يې يو زوړ ترپال اچولى وو چې له ګرمي څخه ځان وساتي. دغې تورسرې ته د نجات پريښته ښکاره شوم خو متأسفانه ما هيڅ مرسته ورسره نشواى کولاى. يوازې اوښکې مې ورسره توي کړې. زخمي ځوان راويښ  شو. راڅخه يې وپوښتل طالبان کوم ځاي ته رارسيدلي دي؟ حکومت به زما د مات لاس درملنه وکړي؟ زمونږ د کور احوال به څوک راوړي چې د هاوان مرمئ کومه خونه ونړوله؟ سوله به کله راځې؟

د هلمند په لوري مى الوت ته دوام ورکړ. هلمند کې د توپکو باروتو نشه يي توکو، وسلو مارکېټونه ښه ګرم وو. ښونځي روغتونونه کلينيکونه او سرکونه نه وو. يوازې د لښکرګاه ښار لږ غوندې جوړ وو خو هلته هم جګړو زور اخيستى وو. په هلمند کې غټه بوختيا جګړه وه، د مړو جسدونه خښول وو، تابوتان وو او د هجرتونو لړئ وه. هر څوک له خپل فاميل سره ځينې لا پښيبلې پښې له کورونو څخه په تيښته وو. څوک روان وو، څوک په ورانو ويجاړو ښونځيو او څوک هم په دښتو کې پراته وو. د غمونو سيلئ را الوتې وه. د بورو ميندو کونډو خويندو او يتيمانو فريادونه وو. د سرک په منځ کې د وژل شوي ماشوم مورکئ ته مې لږ ساه واخیسته. دغه مورکئ هيڅ خبره نه کوله. خلکو ويل چې زبون وهلې شوې ده خو ما ته داسې ښکاريده چې په ټول انسانیت باندې يې باور له لاسه ورکړي وو. په تندي باندې يې ډيرې پوښتنې ثبت وې خو په ما کې يې د لوستلو انرژي نه وه. سترګې مې ورڅخه واړولې.

په لښکرګاه کې داسې ړنده جګړه روانه وه چې نه روغتون خوندي وو، نه روزنتون، نه پوهنتون خوندي وو نه ميلمستون. دواړه خواو په ملکي ځايونو کې د خپلو مټو زور سره معلوماوه. په سيمه کې پاتي فاميلونو ته مسلسل خبردارى ورکول کيده چې د پراخو جنګي عملياتو له پيل څخه مخکې دې ژر تر ژره خپل کورونه پريږدي.

د تاريخي هرات ننداره مې وکړه. هرات مى جګړو ځپلى وو، شهيدانو ته مې لاسونه پورته کړل. د حال په ژبه يې پوه کړم چې د هغوى توى شوې وينه به سولې ته لاره پرانیزي. د هغوى ارواګانې به د سولې نعتونه وايي. دهغوى مات شوي هډوکي به هرات بيرته ورغوي او د هغوى د يادونو څلي نور هم هسک او ځلاند شي. هرات مې هغه پخوانۍ ښکلا بايللې وه. د خلکو په زړونو کې هغه پخوانۍ مينه نه وه. دښمن څه چې په دوست يې باور بايللى وو.

د هيواد په ترينګلي حالت د خپل ملت په مرګوني وضعیت د چارواکو په بى حسي او خپله بيوسي مې سلګئ ووهلې اوښکې مې وبهولې او  را والوتم کابل ته. په کابل کې د هيواد په لر او بر کې روان ناورين ته د سياست له کړکيو کتل کيدل، چا د شپږو نورو مياشتو د زغم غوښتنه کوله او چا هم جګړه خپل مسئوليت او ناورينونه يې په تقدير پورې تړل. وجدانونه ويده وو. ايمانونه ککړ شوي وو. ماديت په معنويت باندې دروند شوى وو، په چارواکو کې د خپل ولس د درد د درک وړتيا نه وه. هغوى ته ولسونه پردي ښکاره کيدل.

له خپل خيالي نيلي څخه راکوز شوم. هاخوا ديخوا مې وکتل. راته جوته شوه چې مونږ د نړئ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زيات وروسته پاتې ملت يو. نړئ مو ويني چې مونږ خپل وروڼه وژنو او خپل هیواد ورانوو. مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خيرات چليږو چې مونږ يې زمونږ د مټو په زور مات شوي او يا فتحه شوي هيوادونه ګڼو. مونږ د انسانيت په عروجي سفر او  پرمختګونو کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړيوالې سيالئ په ډګر کې د نورو پر اوږو پروت بار يو. مونږ د نړيوالې تربګنئ په کلي کې هسکه غاړه نشو ګرزيداى،

ماښام مې په کابل کې د ژور بدلون احساس وکړ. هغه بدلون چې هراتيان يې  نوښتګر وو. دغه نوښت د الله اکبر چيغې وې. کابل يې وخوځاوه. ولسونه راويښ شول. کابليان دې ژوندي وي. د هرات د ولس نوښت يې ښه بدرګه کړ. په جنګي ذهنيت يې خاورې واړولې. سوله يې وځلوله. د الله اکبر چيغو داسې لاهوتي او ملکوتي ځوږ جوړ کړى وو چې جنګي فکر يې کوڼ او وارخطا کړى وو. نه پوهيدل چې تويان له کوم ځای څخه سرچینه اخلي. زه له خوښئ په جامو کې نه ځايېدم. په ځان نه پوهيدم. ټول جهان د تکبیر چيغې وهلې. ټول ولس سوله غوښته. ماهم ورسره چيغې کړي ما هم د الله اکبر ملکوتي غږ بدرګه کړ.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب