چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهغني: د افغان ځواکونو د لاپياوړتيا، مسلکي او غير سياسي کېدو هڅې...

غني: د افغان ځواکونو د لاپياوړتيا، مسلکي او غير سياسي کېدو هڅې روانې دي

تاند(چهارشنبه، اسد ١٣)- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په ليدنه کې وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاپياوړتيا، مسلکي او غير سياسي کېدو هڅې روانې دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې راغلي: “د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ ورسره دی، په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.”

هغه زیاته کړه: “د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره زموږ هڅې ادامه لري.”

ښاغلي زياتوي، د اعلی سرقومندانۍ ترڅنګ به د ملي دفاع وزارت او په نورو کچو مشورتي بورډونه جوړ او په هغو کې به د وسله وال پوځ د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له پوهې، تحلیلونو او تجربو څخه اعظمي استفاده وشي.

هغه څرګنده کړه:” د هېواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او مؤثر استمعال تمرکز کېږي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه  خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي.”

په دغه غونډه کې متقاعدو افغان افسرانو وویل، د جمهوریت دفاع او بقا د افغانستان دفاع او بقا ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د دې لپاره مبارزه کوي او دوى په سر، مال، وینه، فکر، پوهه او کلکه اراده د خپل وسله وال پوځ ملاتړ کوي.

هغوی وویل، طالبانو له الله اکبر څخه ناوړه ګټه اخیسته، ځکه نو دغه سپېڅلې ناره ورڅخه ولس واخیسته او هغوی یې بې انګېزې او بې وسیلې کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب