چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهنبيل: طالبان په دولت کې تر ٨٠ سلنه ونډه غواړي

نبيل: طالبان په دولت کې تر ٨٠ سلنه ونډه غواړي

تاند(چهارشنبه، اسد١٣) – د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانى مشر رحمت نبيل وايي، وسله وال طالبان د پاتې بنديانو خوشې کول، له تور نوملړه د مشرانو د نومونو ایستل او په مجموع کې په دولت کې تر ٨٠ سلنه ونډه غواړي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه د طالبانو د اساسي غوښتنو په اړه وویل: “د دوی ټول بندیان خوشې کول، له تور لیست څخه د دوی د مشرانو د نومونو ایستل، د ١٣٤٣ کال د اساسي قانون پلي كول او د صدراعظم د موقف احيا كول، د رياست دولت، امنیتي سکتور، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت، عدلي سکتور، محلي حکومتداري او د حكومت ځینې مهم پوستونه طالبانو ته وركول، د ‘اهل حل و عقد شورا’ جوړول/رامنځته کول، د دوى د تعریف سره سم د شریعت پلي کول، او په مجموع کې د دولت ٧٠/٨٠ سلنه د دوى سهم.”

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د واک انحصار خبره يې رد کړې ده.

تازه ولسمشر غني ويلي، طالبان د سولې نیت او اراده نه لري او په خبره يې چې د ټول حکومت تسليمېدل غواړي خو ده په زغرده د طالبانو له دې غوښتنې سره کلک مخالفت کړى او بر وړاندې يې د کلکې مبارزې خبر ورکړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب