چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهامریکا او بریتانیا د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو د تري...

امریکا او بریتانیا د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو د تري تم کېدو خبر ورکړ

تاند(چهارشنبه، اسد١٣) – په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا سفارتونه وايي، له تسليمېدو وروسته د طالبانو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو تري تم کېدل جنګي جنايت بلل کېږي.

د دغو سفارتونو له لوري په خپور شوي ګډ بيان کې راغلي: “په دې اړه راپورونه موجود دي، چې طالبان له امنیتي ځواکونو سره ژمنه کوي، چې تسلیم شي، هغوی ته څوک زیان نه رسوي. خو کله چې هغوی تسلیمېږي، هغوی د شپې پرمهال ترې تم کېږي، او کونډي یې له طالبانو سره واده کولو ته اړایستل کېږي. د دغو راپورونو د سموالي په صورت کې، دغه چاره جنګي جنایت ګڼل کیدای شي. نړیوال قوانین، له جنګي اسیرانو سره ناوړه چلند او د هغوی وژل منع کړې ده. که طالبان وغواړي خپلې ژمنې جدي ونیسي، نو دوی باید خپلو جنګیالیو ته اجازه ورنه کړي چې دا ډول کړنې ترسره کړي. د بریتانیا او متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتونکي دي.”

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز افغان حکومت هم تراوسه د امریکا او بریتانیا سفارتونو د يادو شويو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې په هرات کې د افغانستان د ملي اردو يو منسوب له نيولو وروسته وژلى و.

همداراز وسله والو طالبانو تېره اونۍ په کندهار کې د خاشه ځوان په نوم ټوکمار چې په محلي پولیسو کې يې دنده ترسره کوله له کوره ايستلى و او له اعدام مخکې او وروسته يې ربړولى هم و.

ياده دي وي چې امریکا او بریتانیا له دې مخکې په يوه جلا خبرپاڼه کې وسله وال طالبان په کندهار کې د ملکي وګړو په نسل وژنه تورن کړي وو.

1 COMMENT

  1. استعیذبالله
    په مغرب زمین کی اکثره میندی ځکه د ناقص الخلقة اولادونو خاوندانی سی چی هغه میندی د حمل او اُمیدوارۍ په پړاؤ کی ( یا حتی مخکی وختونو کی ) تر حد زیاد الکولی یا نشه ای مواد مصرف کړی وی او تر لنګون وروسته ددې ناقص العضو اولادونو د روزنی حوصله نلری او دولت مجبور او مکلف دئ چی ددې ناقصو اولادونو د ژوند د ادامې ټول مسئولیت پر خپله غاړه واخلی.
    بلی
    انګلوساکسون ( د ستراتژیکو مستیو معتاد ) زموږ په لمنه کی ناقص الخلقة او ناقص العضو او ناقص الهویة او ناقص العقل موجود ( طالب ) وزېږاوه او دا دئ مسئولیت ئې او زیان او تاوان ئې باید عام وولس وزغمی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب