چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د خپل کاکا له لوري تښتول شوې ماشومه خپلې کورنۍ...

ننګرهار کې د خپل کاکا له لوري تښتول شوې ماشومه خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه

تاند (چهارشنبه د اسد ۱۳) په ننګرهار ولایت کې هغه کس نیول شوی دی چې خپله پنځه کلنه ورېره یې تښتولې وه.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، پنځه کلنه ثنا څلور ورځې وړاندې د جلال اباد له څلورمې ناحیې تښتول شوې وه چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د کابل په بوت خاک سیمه کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

ښاغلی امرخېل وايي چې د دغې ماشومې د تښتونې په تور د هغې تره نور حکیم نیول شوی دی.

نوموړی وايي، نور حکیم د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

د ننګرهارر د والي په خبره نور حکیم ویلی چې خپله ورېره یې د پیسو لپاره تښتولې وه او په بدل کې یې له خپل ورور څخه د تښتوونکو له ادرسه دیرش زره امریکايي ډالر غوښتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب