چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې يو شمېر ښځو له طالبانو سره جګړه اعلان...

په هرات کې يو شمېر ښځو له طالبانو سره جګړه اعلان کړه

تاند ( چهارشنه د اسد ۱۳ مه) په هرات ښار کې یو شمېر ښځو د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو لپاره وسله اخېستې ده.

په داسې حال کې چې د هرات ښار په شاوخوا سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، نن یو شمېر ښځو له دې ډلې سره د جګړې اعلان وکړ.

دغه مېرمنې چې نن د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان په کورکې راټولې شوې وې وايي، چې نور به د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترڅنګ ښځې هم د طالبانو د یرغل پر وړاندې د هېواد دفاع کوي.

دغه مېرمنې وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د نارینه وو ترڅنګ ښځو هم د هېواد په پرمختګ کې مهمه ونډه لرلې ده، او اوس چې ددغو لاسته راوړنو او ارزښتونو د دفاع وخت رارسېدلی نو د نارینه وو ترڅنګ به ترې دفاع هم په ګډه کوي.

دغه مېرمنې وایي چې د دوی دا حرکت ننداریز نه دی او د عمل په ډګر کې به هم ثابته کړي چې د طالبانو پر وړاندې جنګېدلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د امنیتي ځواکونو په ننګه او له طالبانو نه د کرکې په پار د « الله اکبر» ناره هم لومړی له هرات ښْار نه پېل شوه.

هرات د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی چې په ټولو چارو کې پکې د ښځو ونډه غوښنه ده او د ځينو رپوټونو له مخې، اوس مهال ددغه ولایت د ښځینه زده کوونکو شمېر تر نارینه زده کوونکو زیات دی.

1 COMMENT

  1. AFGHANANO WRONO& KHWINDO DE PUNJAAB PA MAQABEL KEE DE WATAN DEFAA FARZ DAH.
    MONG BAYAAD MILI ORDO SUPPORT KOO.
    DA WATAN DAY ZAAN ZMONG
    DA WATAN EEMAAN ZMONG
    MANANAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب