چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: پاکستان بايد پوه شي، چې يوازې له حکومت سره نه؛...

ولسمشر غني: پاکستان بايد پوه شي، چې يوازې له حکومت سره نه؛ بلکې له ټول افغان ملت سره مخ دی

تاند (چهارشنبه د اسد ۱۳مه)  د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې هېڅکله به د طالبانو د‌ غوښتنو پر وړاندې سر ټيټ نه کړي.

ولسمشر غني چې د  ولايتي شورا ګانو غړو ته وينا کوله وويل، چې طالبان سوله نه بلکې تسليمي غواړي خو په وينايې کله به هم تسليمېدو ته حاضر نه شي.

ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې پر مقابلې ټينګار وکړ او ځينو تاريخي پېښو ته يې په اشارې سره وويل چې: “زه د تېښتې سړی نه يم”

ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام وويل، چې طالبان او د هغوی ملاتړي په تېره بيا پاکستان بايد پوه شئ چې يوازې له حکومت سره نه بلکې له ټول افغان ملت سره مخ دي.

ولسمشر غني د طالبانو وروستيو کړنو ته په اشارې سره وويل چې که طالبان هوښيار نه شي نو د افغان حکومت توره يې پر وړاندې تېره ده.

ولسمشر غني د خپلې وينا په لړ کې طالبان د سولې په برخه کې د واک په نه لرلو تورن کړل او په دوحه کې يې د طالبانو د سياسي دفتر غړو ته په خطاب کې وويل: ”چې واک نه لرئ نو په دوحه کې څه بد کوئ؟”

ولسمشر غني وايي چې طالبان د سولې د خبرو پر مهال د مشورو لپاره پاکستان ته ځي او څرګنده نه ده چې مشر يې چېرې دی؟ ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وويل:”که ملاهبت الله په هلمند يا د‌افغانسنان په بل ځای کې وي ولې ځان نه ښکاره کوي؟ “

ولسمشر غني طالبان وننګول چې که افغانان وي نو د اوبو بندونه به نه ورانوي.

ولسمشر غني د روان وضعيت د سمون لپاره د منظم پلان د شتوالي خبره وکړه او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه وکړه چې د افغان ځواکونو د جلب او جذب اوسنۍ پېچلې پروسه آسانه کړي.

ولسمشر غني وويل، چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به ۴۵زرو ته ورسېږي.

ولسمشر غني وويل،چې پراختيايي بودجه يې ۹ ميليارده  افغانۍ د دې لپاره کمه کړې چې امنيت ورته لومړيتوب لري.

ولسمشر غني وويل چې له خلکو سره به د خپلو مشورو په لړ کې د مشورتي لويې جرګې له غړو سره هم مشورتي غونډه وکړي.

1 COMMENT

  1. honor able& great dr Ashrafghani;afghans are strong for fight with Punjab.
    afghans will strongly defense from home land.
    mans&womans/children&adulat all are standup against pakistan
    afghan kumando zhwand zhwand zhwand

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب