Homeخبرونهاترا ادارې د برېښنايي تعلیم پر لارو چارو کار پيل کړ

اترا ادارې د برېښنايي تعلیم پر لارو چارو کار پيل کړ

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۳) د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د پوهنې وزارت مسوولان هڅه کوي، څو په هېواد کې د برېښنايي تعلیم لپاره زمینه برابره کړي او پر وړاندې یې شته ستونزې له منځه یوسي.

یاد دواړو ادارو په همدې تړاو د همغږۍ ناسته هم ترسره کړه.

د اترا عمومي رئیس عمر منصور انصاري په دې ناسته کې وویل، دوی په پنځو ملي برنامو کار کوي، چې یوه مهمه هغه یې د برېښنايي تعلیم لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

د نوموړي په خبره دوی د دې برنامې د ښه تطبیق په برخه کې د پوهنې، تخنیکي زده کړو او لوړو زده کړو له ادارو سره له نږدې کار کوي، څو اړتیاوو ته په کتو وړاندې لاړ شي.

د ښاغلي انصاري په خبره د برېښنايي تعلیم په ملي برنامه کې به د پوهنې، تخنیکي او لوړو زده کړو برخه کې د انلاین، ډیجیټالي محتویاتو، ډیجیټالي مهارتونو، E-MIS، زېربنا او له انټرنېټ سره د تعلیمي بنسټونو وصلولو چاره شامله وي.

دا هڅه وروسته له هغې پيلېږي، چې په هېواد کې د کورونا ویروس له رامنځته کېدو سره سم ټول تعلیمي مراکز رخصت شول خو زده کړیالان یې بې زده کړو پاتې شول.

یو شمېر تعلیمي ادارو د آنلاین زده کړو په نوم تدریس پيل کړی وو خو زده کوونکو نیوکه درلوده، چې دوی ورته لاسرسی نه لري.

د اترا اداې د معلوماتو له مخې دې ادارې تر دې وړاندې په کورونا وضعیت کې د لوړو زده کړو، تخنیکي زده کړو او پوهنې برخه کې د انلاین محتویاتو لپاره د انټرانېټ محلي او وړیا شبکه (e-Learn) رامنځته کړې  ده.

د اترا مسوولان وایي، چې اوسمهال د هېواد ۱۵۱ ښوونځي له نوري فایبر او۲۵۰ ښوونځي یې له (P2P) انټرنېټ سره وصل کړي او دغه راز ۱۱۲ ښوونځیو ته یې د آی ټي لېب تجهیزات برابر کړي دي.

دغه راز د هېواد ۴۳ پوهنتونونه، کمپسونه او پوهنځي یې هم له نوري فایبر سره وصل کړي او ګڼې نورې پروژې یې هم تر کار لاندې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...