چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د افغان ځواکونو سره په نښتو کې ٢٧۴ طالبان وژل شوي...

چارواکي: د افغان ځواکونو سره په نښتو کې ٢٧۴ طالبان وژل شوي او ١١٩ ټپیان دي

تاند(چهارشنبه، اسد١٣) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۴ طالبان وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د ننګرهار، لوګر، کندهار، فراه، هرات، جوزجان، بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل، هلمند، تخار، بغلان، کاپيسا او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

ملي دفاع وزارت په داسې حال کې د لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي چې دمګړى په لښکرګاه او د هېواد په نورو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

راپورونه وايي چې د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ برید شوی او همدا اوس په لومړي قراول کي جګړه روانه ده او د قومندانۍ ټول ځواکونه محاصره دي.

یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې امنیه قومندان محمد خالد وردګ بیا ځلي ټپي شوی دی.

په ورته مهال په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونه وايي، داسې راپورونه ور رسېدلي چې ښيي طالبان پر افغان ځواکونو د بريد پر مهال د خلکو په کورونو کې ماينونه دي.

دغو سفارتونو په يوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، که طالبان د جګړې پرمهال د عامو خلکو له کورونو ګټه پورته کوي نو دا کړنه جنګي جنايت ګڼل کېږي.

د امریکا او بریتانیا سفارتونو په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي: “موږ په دې اړه چې طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو د برید پرمهال، د خلکو په کورونو کې ماینونه او بمونه ږدي او ځانونه د خلکو په کورونو کې پټوي، ډېر زیات راپورونه ترلاسه کړي دي. د دغو راپورونو د سموالي په صورت کې، دغه چاره جنګي جنایت ګڼل کېدای شي. څرنګه طالبان کولی شي ادعا وکړي، چې دوی د عادي افغانانو لپاره جنګېږي، په داسې حال کې، چې له هغوی څخه د سپر په توګه کار اخلي؟ د بریتانیا او متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتونکي دي.”

دارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال امرالله صالح وايي، له سياسي او اخلاقي ماتې وروسته د دې ډلې نظامي ماته هم حتمي ده.

ښاغلي صالح پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: د طالب له ظلم او وحشت څخه د زرګونه باعزته کندهاريانو کورنیو تېښته کړې. د ناپوهۍ لښکر باطله او جعلي ادعا لري چې د کليوالو ملاتړ له ځانه سره لري. دغه باعزته کليوال ولې کډه شوي. طالب له سياسي او اخلاقي نظره ناوړه ماتې خوړلې او نظامي ماته يې هم حتمي ده.”

د ولسمشر مرستیال وروسته له هغې يادې څرګندونې وکړې چې چارواکي وايي، د کندهار ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د جګړو له کبله په تېرو درېیو اونیو کې شااوخوا دوه ویشت زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب