چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: طالبان فتنه ګر دي او د کابل د تېرې...

ولسمشر غني: طالبان فتنه ګر دي او د کابل د تېرې شپې بريد يې د «الله اکبر » نارې د غلې کولو لپاره وکړ

تاند(چهارشنبه، اسد ١٣) – ولسمشر غني وايي، چې په کابل ښار کې د تېرې شپې بريد د طالبانو له لوري د «الله اکبر »نارې د غلې کولو په موخه شوی دی.

له ارګ نه د ‌خپرې شوې اعلاميې له مخې،  ولسمشر غني طالبان فتنه ګر او فسادګر بللي دي او د دې ډلې پر وړاندې يې پر درېدو ټينګار کړی دی.

ولسمشر غني ويلي: “د طالبانوجګړه فتنه او فساد دی او د الهي ارشاداتو له مخې د فتنه ګرو او فسادګرو پر وړاندې داسې ودرېدل پکار دي، لکه په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې چې زموږ هیوادوال د فتنې د دفعه کولو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګ ودرېدل او دغه بهیر به ادامه ولري.”

ولسمشر غني د دغه بريد په په کابو کولو کې د افغان ځواکونو د پر وخت اقدام ستاينه کړې او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

د‌ ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم دغه بريد غندلی او ويلي يې دي، دغه بريد د دې ښکارندويي کوي، چې طالبان له جګړې پرته پر بل څه باور نه لري.

بل خوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم وايي، چې په کابل ښار کې د‌ تېرې شپې د بريد موخه د کابل ښاريانو د تاريخي حماسې مخنيوي و.

عبدالله عبدالله په يوه اعلاميه کې د کابل ښار په لسمه حوزه کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست بسم الله محمدي پر کور بريد وحشيانه بللی دی او دغه پېښه يې غندلې ده.

په اعلاميه کې راغلي: “خوشحاله یم چې په دې تروریستي برید کې همسنګره ورور ستر جنرال بسم الله محمدي او محترمې کورنۍ ته یې زیان نه دی رسېدلی، ولې متاسفانه چې په دې ظالمانه، غیرې انساني او تروریستي برید کې د سیمي ځینې اوسېدونکي ټپیان شوي او نږدې کورونه ویجاړ شوي دي.”

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس وايي ،چې دغه بريد د کابل ښاريانو د حماسې د مخنيوي په موخه وشو، خو ترهګر د دغه کار په مخنيوي کې پاتې راغلل.

په اعلاميه کې د کابل ښاريانو د تېرې شپې د الله اکبر
نارې يو خود جوش قيام بلل شوی او ويل شوي:” دغه برید د تروریستانو او د هغوي د ملاتړو د غندلو په موخه د کابل د اوسېدونکو د ملي قیام سره هم مهاله وشو، د کابل اوسېدونکو سړکونو ته په راوتلو او د خپلو کورونو بامونو ته په ختلو سره د ( الله اکبر) په لوړو غږونو سره بې رحمه، بې مروته او په خدای ج نه باور لرونکي دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.”

د کابل ښار  د تېرې شپې په بريد کې ۸تنه وژل شوي او تر شلو زيات نور ټپيان شوي دي.

طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخېستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب