چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهامریکا او بریتانیا: په جګړه کې د طالبانو لخوا د خلکو له...

امریکا او بریتانیا: په جګړه کې د طالبانو لخوا د خلکو له کورونو ګټنه جنګي جنايت بولو

تاند (چهارشنبه، اسد١٣) – په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونه وايي، داسې راپورونه ور رسېدلي چې ښيي طالبان پر افغان ځواکونو د بريد پر مهال د خلکو په کورونو کې ماينونه دي.

دغو سفارتونو په يوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، که طالبان د جګړې پرمهال د عامو خلکو له کورونو ګټه پورته کوي نو دا کړنه جنګي جنايت ګڼل کېږي.

د امریکا او بریتانیا سفارتونو په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي: “موږ په دې اړه چې طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو د برید پرمهال، د خلکو په کورونو کې ماینونه او بمونه ږدي او ځانونه د خلکو په کورونو کې پټوي، ډېر زیات راپورونه ترلاسه کړي دي. د دغو راپورونو د سموالي په صورت کې، دغه چاره جنګي جنایت ګڼل کېدای شي. څرنګه طالبان کولی شي ادعا وکړي، چې دوی د عادي افغانانو لپاره جنګېږي، په داسې حال کې، چې له هغوی څخه د سپر په توګه کار اخلي؟ د بریتانیا او متحده ایالاتو سفارتونه په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتونکي دي.”

د امریکا او بریتانیا سفارتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دغو سفارتونو څه موده مخکې ويلي و چې وسله والو طالبانو په سپين بولدک کې د لسګونو ملکي خلکو په وژلو جنګي جنايت او نسل وژنه کړې ده.

په ورته مهال تازه نن ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبانو له سياسي او اخلاقي ماتې وروسته د دې ډلې نظامي ماته هم حتمي ده.

ښاغلي صالح پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: د طالب له ظلم او وحشت څخه د زرګونه باعزته کندهاريانو کورنیو تېښته کړې. د ناپوهۍ لښکر باطله او جعلي ادعا لري چې د کليوالو ملاتړ له ځانه سره لري. دغه باعزته کليوال ولې کډه شوي. طالب له سياسي او اخلاقي نظره ناوړه ماتې خوړلې او نظامي ماته يې هم حتمي ده.”

د ولسمشر مرستیال وروسته له هغې يادې څرګندونې وکړې چې چارواکي وايي، د کندهار ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د جګړو له کبله په تېرو درېیو اونیو کې شااوخوا دوه ویشت زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ويلي، د دې کډوالو یوه برخه چې ډېری ښځې او ماشومان دي په دولتي ودانیو کې ځای پرځای شوې دي.

د کندهار په پنځمه، نهمه، دیارلسمه او پنځلسمه ناحیه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.

دغه راز راپورونه وايي چې دمګړى په لښکرګاه ښار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او دا مهال د امنیې قوماندانۍ شاوخوا جګړه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب