چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم د «الله اکبر»...

د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم د «الله اکبر» ناره بدرګه کړه

تاند( چهارشنبه، د اسد ۱۳) د افغانستان د کرکټ یو شمېر ملي لوبغاړو هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د (الله اکبر) ناره بدرګه کړه.

د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په خپلو ټولنیزو پاڼو دا ناره بدرګه کړې ده.

مجیب الرحمن، افسر ځاځی، نور احمد لکڼوال، جاوېد احمدي، رحمن الله ګربز، شاهد مندوزی او یو شمېر نور هغه افغان لوبغاړي دي چې په خپلو پاڼو يې د الله اکبر غږ بدرګه کړی دی.

افسر ځاځي بیا په خپله فېسبوک پاڼه لیکي:

«سکوت له ښاره وباسئ په شور د تکبیرونو      ،     الله اکبر وایو الله اکبر»

دا ناره وروسته له هغې افغانانو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بدرګه کړه، کله، چې وړمه شپه هراتیان له جګړې په تنګ راغلل او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ له کورونو را ووتل او د الله اکبر کوم غږ  يې پورته کړ.

تېره شپه ۹ بجې د کابل، ننګرهار، خوست، کونړ په ګډون د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې هم خلک د الله اکبر د نارې د بدرګه کولو په موخه ښارونو ته راوتلي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې تړاو ګڼې وېډیوګانې خپرې شوې دي.

د پلازمېنې او څو نورو ښارونو اوسېدونکو د طالبانو پر ضد د الله اکبر نارې ووهلې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب