Homeخبرونهصالح: د طالبانو نظامي ماته حتمي ده

صالح: د طالبانو نظامي ماته حتمي ده

تاند (چهارشنبه، اسد١٣) – د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان له سياسي او اخلاقي ماتې وروسته د دې ډلې نظامي ماته هم حتمي ده.

ښاغلي صالح پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: د طالب له ظلم او وحشت څخه د زرګونه باعزته کندهاريانو کورنیو تېښته کړې. د ناپوهۍ لښکر باطله او جعلي ادعا لري چې د کليوالو ملاتړ له ځانه سره لري. دغه باعزته کليوال ولې کډه شوي. طالب له سياسي او اخلاقي نظره ناوړه ماتې خوړلې او نظامي ماته يې هم حتمي ده.”

د ولسمشر مرستیال وروسته له هغې يادې څرګندونې وکړې چې چارواکي وايي، د کندهار ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د جګړو له کبله په تېرو درېیو اونیو کې شااوخوا دوه ویشت زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس دوست محمدنایاب ويلي، د دې کډوالو یوه برخه چې ډېری ښځې او ماشومان دي په دولتي ودانیو کې ځای پرځای شوې دي.

نایاب وویل: “نژدې دوه ویشت زره کورنۍ د کندهار ښار له اوو ناحیو او هغو ولسوالیو څخه چې جګړې په کې روانې دي، د کندهار امن سیمو ته را بې ځایه شوي. موږ تقریباً نهه نیم زره کسان په دولتي تاسیساتو کې ځای پرځای کړي دي چې اکثریت ماشومان او ښځې دي.”

د کندهار په پنځمه، نهمه، دیارلسمه او پنځلسمه ناحیه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...