چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+ سل بالیزه لیګ: مجیب په غوره توپ اچونې خپله لوبډله بریالۍ کړه

 سل بالیزه لیګ: مجیب په غوره توپ اچونې خپله لوبډله بریالۍ کړه

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۳) د انګلستان د سلو توپونو د لوبو په ۱۷مه لوبه کې تېره ورځ  ناردرن سوپر چارجر او لندن سپیرټ لوبډلو لوبه ترسره کړه.

پیل کې سوپر چارجر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

ناردرن سوپر چارجر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې.

ډیویډ ویلي ۸۱ ناسوځېدلې، هیري بروک ۲۸ او ډین ویلاس ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

محمد نبي بیا دخپلې لوبډلې لپاره ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د مجیب اړوند لندن سپیرټ لوبډلې په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې وکړې چې د ۶۳ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

ایون مورګن ۲۷، لویس ریس ۲۴ منډې وکړې، محمد نبي یوازې ۲ منډې ترلاسه کړې.

د سوپر چارجر له خوا بین رین ۳، او افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ۲ لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب