Homeخبرونهد کابل د تېرې شپې بريد د ترهګرو په وژل کېدو سره...

د کابل د تېرې شپې بريد د ترهګرو په وژل کېدو سره پای ته رسيدلی

تاند (چهارشنبه د اسد ۱۳ مه ) په کابل کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست بسم الله محمدي پر کورو وسله وال بريد د‌ترهګرو په وژل کېدو سره پای ته رسيدلی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي او تر شلو زيات نور ټپيان شوي دي.

تېره شپه شاواخوا اته بجې د کابل د لسمې حوزې په اړوند سيمه (شير پور) کې ترهګرو د ملي دفاع وزارت د سرپرست د کور مخې ته لومړی موټر بم بريد‌وکړ او وروسته څو تنه بريدګر د ښاغلي محمدي کور ته ننوتل او له امنيتي ځواکونو سره يې نښته پیل کړه.

امنيتي چارواکي وايي چې بريد ۷ ترهګرو کړی و، چې ټول د افغان امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ويلي، چې په بريد کې ده او کورنۍ ته يې زيان نه دی رسيدلی.

بل خوا د ولسي جرګې غړی محمد عظيم محسني وايي،چې په دغه بريد کې د نوموړي څلور مراجعين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پېښه په داسې سيمه کې شوې ده چې تر ډيره پکې د دولتي چارواکو کورونه دي او د پېښې په ځای کې ليدل کيږي،چې ځينو نورو کورونو ته هم سخت زيان اوښتی او د ډېرو کورونو ښیښې ماتې شوې دي.

امنيتي چارواکي وايي چې د پېښې په هکله د دوی څېړنې روانې دي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به له رسنيو سره جزيات شريک کړي.

ددغه بريد مسوليت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی، طالبان  هم چې تر دې وړاندې يې د دا وړ پېښو په تړاو ډير ژر غبرګون ښوده او د پېښې مسووليت يې پر غاړه اخیسته او يايې خپل لاس لرل پکې ردول،تر اوسه چوپه خوله دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...