Homeخبرونهافغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو...

افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه د اسد ۱۳) د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د روان وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان پر روان وضعیت ټلیفوني خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي اتمر له ښاغلي شنکر چې دمګړۍ د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري وغوښتل چې د روان وضعیت په هکله ددغه شورا ځانګړې غونډه راوبولي او د افغانستان په هکله وروستي مسایل پکې مطرح کړي.

اعلامیه زیاتوي، « د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د هند بهرنیو چارو له وزیر شاغلي ایس جی شنکر سره د حملو د زیاتوالي، په افغانستان کې د طالبانو او بهرنیو ترهګرو ډلو لخوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناستې د جوړولو په اړه تليفوني خبرې وکړې. هند دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌‌ یي مشري کوي.»

حنیف اتمر زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل، ملکي مرګ ژوبله او د عامه تاسیساتو ورانول هغه مسایل دي چې امنیت شورا باید ورباندې بحث وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پرون سه شنبه/ د اسد ۱۳مه/ د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند تېروي.

حنیف اتمر: طالبانو سره لس زره بهرني ترهګري ملګري دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې ټلیفوني مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې دوی ددغه غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي او په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...