تاند (چهارشنبه د اسد ۱۳) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی دی.
دغې شورا پرون سه شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې، بشري حقونه نقض کېږي او عامه تاسیسات ورانېږي چې دغه اداره یې په کلکو ټکو غندي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې کړل شي او ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.
د اعلامیې له مخې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی او ددې احتمال شته چې دغه شورا پر نوو اقداماتو فکر وکړي نو له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده چې جګړه او د ملکي وګړو وژل ودروي او د سولې لار خپله کړي.
ملګرو ملتونو په هرات کې ددغه ادارې پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دغه ډول کړنې ښایي له افغانستان سره د نړیوالو اړیکې زیانمنې کړي.
دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سه شنبه/ د اسد ۱۲مه/ په دغه وزارت کې
پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم حضور درلود خبرې وکړې.
دیبورا لاینز په دافغانستان کې د روان تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او په هرات کې یې د یوناما پر دفتر برید ته په اشارې وویل چې طالبانو پر شویو ژمنو عمل نه دی کړی.
میرمن لاینز ټنیګار وکړ چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
همدارنګه په کابل کې د بهرنیو استازولیو له لوري په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د دې جنګي جنایت عاملین پیدا او مجازات کړي.
دغو بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې طالبان دې د بشري حقونو د نقض له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې دې د مسؤلو کسانو د تعقیب او څېړنې چارې ته پوره پاملرنه وکړي.
اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي، ځکه چې دا ډله له یوې خوا په قطر کې د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل غواړي او له بلې خوا بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې د توقع خلاف جګړې ته دوام ورکوي.
په کابل کې ټولو بهرنیو استازولیو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی او له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو یې غوښتنه کړې چې هر څه ژر اوربند ته غاړه کېږدي او د خبرو مېز ته حاضر شي.
اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې دوی د افغانانو له غوښتنې چې د جګړې پای ته رسېدل دي ملاتړ کوي او دغه راز غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر پټنځای نه بدلېږي.
ملګری ملتونه او نړیوال ټولنه او دوی د امنیت شورا پدی ۴۵ کلنه جګړیز دوره ښه پوهیږی چی پاکستان همدا جنګی ډلی د افغانستان، ایران، هندوستان او د سیمی نورو هیوادونو چی چین هم پکی شامل دی تربیه کوی او نظامی ملاتړ یی کوی مګر تر اوسه پوری یاد سازمان د پاکستان په وړاندی ګونګ او چوپه خوله دی ځینی هیوادونه به وایی چی شواهد نشته ولی تاسی د حسین حقانی د پآکستان مخکینی سفیر او همدارنګه د پښتونخوا وتلی سیاسی څیری دا خبره کوی چی د افغانستان پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی د پآکستان د پوځ او استبخاراتو لاس دی دا چی ملګری ملتونه امنیت شورا او نړیواله ټولنه یی په وړاندی ګام نه پورته کوی او پدی هیواد باندی سیاسی او اقتصادی بندیز نه لګوی لدی معلومیږی چی دوی د افغان ولس په وژنه کی لاس لری هغه هم د پردی تر شا
د ملګرو ملتونو له بې معنی اعلامیو او تقبیحاتو نه خلک په تنګ شوي دي. د امنیت شورا باید په مرتدو پاکستاني مشرانو رسما تعذوضع کړي. د پاکستان پوځ او استخبارات د افغان نسل وژنۍ تر شا ولاړ دي.
United Nations should impose sanctions on Pakistani military and government officials for Afghan Genocide. this is a Genocide. World know that Pakistan is providing material and ideological support to Taliban and other Terrorist organizations and that they are directly behind the war in Afghanistan. It brings the role of United Nations under scrutiny as UN is just condemning The Taliban but not the main source, Pakistan and their scandalous military and intelligence officials. This is an imposed war by Pakistan. Please stop Afghan Genocide