جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له انتوني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا خبرې...

ولسمشر غني له انتوني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه د اسد ۱۳) ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې مذاکرو پر چټکتیا خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي غني او ښاغلي بلېنکن پرون د دې ټلیفوني اړیکې پر مهال د وسله والو طالبانو روانې حملې وغندلې.

خبرپاڼه زیاتوي، «د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په زیاتیدو باندې د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې یو ځل بیا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام په اړه ډاډ ورکړ او د افغانستان د سولې د بهیر په چټکولو کې یې د امریکا په رول ټینګار وکړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني او ښاغلي بلینکن د طالبانو د بریدونو د غندلو په ترڅ کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په ګړندي کولو او سیاسي تفاهم باندې ټینګار وکړ.

د بیان له مخې، «دواړو مشرانو د طالبانو بریدونه چې بشري حقونو ته په کې ډیره کمه توجه شوې محکوم او د بې ګناه افغانانو د مړینو او د ملکي وګړو په بیځایه کیدو تاسف وکړ.»

تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر غني د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو په ګډه غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک کیدو وروسته پیل شو «یو بیړنی وارداتي بهیر» او په خامو فرضیو باندې ولاړ بهیر «وګاڼه چې د ښاغلي غني په وینا اساس یې “پر جمهوریت فشار او د دموکراسۍ تخریب» و.

ولسمشر غني وویل: «دغه بهر نه یواځې سوله رامنځ ته نکړه بلکې یوې متجاوزې او شریرې ډلې ته د مشروعیت ورکولو د هڅې او د جمهوریت د واحد صف څخه د مشروعیت د اخیستلو د هڅې سبب شو. دغه بهیر شک رامنځ ته کړ. ابهام یې ایجاد کړ او محصول یې همدا وضعیت دی چې تاسې یې ګورئ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب