جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر: طالبانو سره لس زره بهرني ترهګري ملګري دي

حنیف اتمر: طالبانو سره لس زره بهرني ترهګري ملګري دي

تاند (سه شنبه د اسد ۱۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند تېروي.

دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سه شنبه/ د اسد ۱۲مه/ په دغه وزارت کې د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې وکړې.

ښاغلي اتمر له بهرنیو ترهګرو سره د طالبانو اړیکو ته په اشارې وویل چې د دغې ډلې په ملاتړ او مستقیمه همغږۍ لس زره بهرني ترهګر په افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

نوموړي وویل، «لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، انصارالله، جندالله، القاعده، جنبش اسلامي ترکستان شرقي او جنبش اسلامي ازبکستان» هغه ترهګریزې ډلې دي چې له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري او د افغان پوځ په مقابل کې جنګېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د طالبانو جنګي جنایتونه د توجیه وړ نه دي او په خبره یې، دغې ډلې په سپین بولدک کې درې سوه ملکي کسان په ډله ییزه توګه وژلي دي او دغه راز یې ۳۰۰ بنسټیزې ټولګټې پروژې تخریب کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم د روان تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او په هرات کې یې د یوناما پر دفتر برید ته په اشارې وویل چې طالبانو پر شویو ژمنو عمل نه دی کړی.

میرمن لاینز ټنیګار وکړ چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

2 COMMENTS

  1. په افغانستان کی د جگری پای ته رسولو یواحینی لار داده چه د جگری مرکز د افغانستان حخه د پاکستان خاوری ته انتقال شی.
    دغه کار ایران په کامیابی سره ترسره کری.
    ددغه دول ستراتیژی د جورولو او پلی کولو لپاره هوشیارو او ملتپالو انسانانو ته ارتیا ده

  2. زموږ ټول لوړ رتبه چارواکی یا د امریکا خبرو او شارو په اساس ګام پورته کوی یا د برتانیی چین او روسیی یا همدارنګه د پاکستان او هند په اشاره باندی او څوک چی د ولس درد او غم ورسره ده هغه کسانو ته څوک په دولت عادی ماموریت نه ورکوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب