چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی: که طالبان د زور له لارې د افغانستان د نيولو...

حامد کرزی: که طالبان د زور له لارې د افغانستان د نيولو په هڅه کې وي،پر وړاندې يې پاڅون کوو

تاند (سه شنبه د اسد ۱۲مه ) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایی چې که طالبانو د زور له لارې پر افغانستان د ولکې ټينګولوپه هڅه کې وي، د خلکو له پاڅون سره به مخ شي او دی به هم د طالبانو پر وړاندې یو له پاڅونوالو وي.

نوموړی له « روسیه ټوډې» شبکې سره په مرکه کې وایي چې طالبان باید د جګړې د تګلارې پرځای د سولې تګلاره غوره کړي.

حامد کرزی وایي چې خلک په هېواد کې د سولې لېواله دي او غواړي چې د یوبل ترڅنګ سولییز او آرام ژوند ولري او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کاروکړي، دده په وینا که طالبان په خپل  طرز فکر پر افغانستان د ولکې ټینګولو په فکر کې وي ،نو دده په ګډون به یې خلک پر وړاندې پاڅون وکړي.

کرزي د خپلو خبرو په دوام وویل: « که طالبان په هېواد کې خلکو ته د یو بل ترڅنګ د ژوند کولو فرصت ورنه کړي او هېواد پرمختګ ته پرېنږدي او لاهم د خپلې  اېډيولوژۍ  له مخې پر افغانستان د ولکې ټېنګولو په هڅه کې وي، بې له شکه چې د هغوی پر وړاندې به خلک پاڅون وکړي او یو له دغو پاڅونوالو به زه خپله یم»

کرزی د افغانستان د سولې په مساله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بولي او په دې برخه کې ددغو هېوادونو د رغنده رول د لوبولو غوښتنه کوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې د پاڅون خبره کوي چې تر دې وړاندې یې د دې ډلې پر وړاندې ډېر نرم دریځ لرلی دی او ان د طالبانو له لوري یې د ځینو سیمو د نیولو په غبرګون کې ویلي چې طالبان افغانان دي او حق لري چې ځينې سیمې ونیسي.

3 COMMENTS

  1. کرزی صاحب، څه ته منتظر يې. ته لا تر اوسه هم نه پوهېږې چې طالبان سوله غواړي که نه غواړي. ته دا وژنې، خرابي او ددې مظلومو خلکو دربدري نه وینې. نور څه ته انتظار یاست. خلک ستاسو قیادت ته سخته اړتیا لري. د خدای په توکل خپلې هڅې ګړندۍ کړه او ددې مظلوم ولس سره مرسته وکړه. مننه

  2. سللام
    کله چې ماشوم وژاړی مور شیدې ورکوی! خو کرزی دغه چانس څو خله له لاسه ورکړی همداولس تیر ویستلی کرزی دولس محاسبه له یاده وتلې او یا یی عادی ګنی!!!
    دځینو تاریخ مختورو ،مکارو،منکرو،فاسدو ، اختلاس ګرو او مټکورو له نوم که پخوانی لقب لېرې کړی په اسلامی او ملی دریځ کې هېڅ نه ورته پاتې کیږی .لکه پخوانی دېپلو ماته شکزیه بارکزی،پخوانی دبن دککړې معاهدې جنایتکار راواده شوی ولس مشر کرزی، په ملګرو ملتو دافغاانستا پخوانی دایمی سفیر غلام اسحاقزی ، بخوانی سفیر عمر زاخیلوال اونور پخوانی مصنوعی اوموقع شناس وړی اوتږی مات کاسه او کپړی. کرری به دبن دتباهی په جوړیدو پاڅون کړی وه ملت ویښ دی او دکرزی پوټکی پېژنی! کرزی لکه سیاف خبله خبره اووخت نه پېژنی دې ته خوښ دی چې له کومې کړکی څخه سر را وباسی دکز لکۍ که چیرته بنده وی هغه هم نتیجه نه لری خکه کرزی دومره د رهبری شخصیت ، ولسی ابتکار او غلمی پوهه او تقوی نه لری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب