چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد کابل اوسېدونکي د افغان پوځ په ملاتړ د الله اکبر په...

د کابل اوسېدونکي د افغان پوځ په ملاتړ د الله اکبر په ویلو سره خپل غږ پورته کوي

تاند (سه شنبه د اسد ۱۲) د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د خبر له مخې، ټاکل شوې ده چې نن شپه نهه بجې د کابل اوسېدونکي د افغان ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر په ویلو سره خپل غږ اوچت کړي.

تېره شپه، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په هرات کې افغانانو د افغان وسله والو ځواکونو په ملاتړ او د اوربند د غوښتلو لپاره د الله اکبر چیغې ووهلې.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د هرات خلکو تېره شپه د الله اکبر په چغو سره وښوده چې د حق پلوي او د الهی احکامو پلي کوونکي څوک دي.

ښاغلي غني نن سه شنبه/ د اسد ۱۲مه/ په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د طالبانو جګړه فتنه او فساد دی او زیاته کړې یې ده چې د دغې ډلې جګړه د خلکو او ملي ګټو پر خلاف او د یادې ډلې یوازینۍ دنده د خلکو وژل دي.

ښاغلي غني ټینګار کړی دی چې دا خاوره تل د الله اکبر په نعره ساتل شوې ده او په خبره یې، د طالبانو په حق کې څوک دا چیغه نه وهي نو باید پوه شي چې جګړه یې د دین او ملت خلاف ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر هم په هرات ولایت کې د خلکو له لوري د تکبیر نارې ته غبرګون کې ویلي چې دا چیغې د هېواد له ورانۍ او پردۍ تپل شوې جګړې د خلکو بېزاري څرګندوي او د یادې جګړې پر ضد د ملي پاڅون په مانا دي.

حامد کرزي پر طالبانو غږ کړی دی چې دا نارې دې یو جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام، وژنو، د خلکو د کلیو او کورونو له ورانولو دې لاس واخلي او له خپلو خلکو سره یو ځای دې په خپل هېواد کې په عزت، سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې د روانې جګړې ګټه بهرنیانو ته خو ورانۍ او درد یې افغانانو ته پاتې کېږي.

ورته مهال د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان او د کوزې پښتونخوا یو شمېر پښتنو کاروونکیو هم پر خپلو فېسبوک او ټویټر پاڼو د الله اکبر کلیمې په لیکلو سره له افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړی دی.

د عبدالهادي احمدزي په نوم یوه کس د کابل داسې یو عکس خپور کړی چې د شپې له خوا اخیستل شوی دی. نوموړي له دې عکس سره پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، « په یاد مو دي، چې کرکټ یا فوټبال به مو وګټلو، هرچا به د بام له سره ډزې کولې ښار به مو له وحشته ډک کړی وو. راځئ دا ځل د جنګ ګټلو پخاطر د امنیتي ځواکونو د هڅولو پخاطر ټووول بامونو ته پورته شئ او د دوښمن پر وړاندې په ګډه د یووالي غـږ “الله اکبر” ناره پورته کړئ. یووالي ته کار وکړئ او ژوند خوندور کړئ!»

د اترا ادارې د مطبوعاتو برخې مشر سعید شینواري بیا د افغان ځانګړو ځواکونو له یوه عکس سره لاندې شعر لیکلی او خلک یې هڅولي چې د افغان پوځ ملاتړ وکړي.

زړه د غلیم چوي په نارو د لر اوبر

الله اکبر

مات شو په هرات کې بیا د جهل تور لښکر

الله اکبر

وریځ د ابابیلو راښکاره شوه په اسمان

تښتي تالیبان

توره خوله نیولې چنګړي غوندې روان

زوی د پاکستان

خدای چې شي په قار میږي ته ورکاندي وزر

الله اکبر

خوب د فتحې خاورې شو هلمند کې د پنجاب

یو به یې سي سیلاب

پورته شئ د شکر سجدې وکړئ په محراب

حال یې دی خراب

چغې کړئ اسمان ته خولۍ ایسته کړئ له سر

الله اکبر

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په هرات، کندهار او هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې سختې شوي او هره ورځ د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د افغان چارواکو په وینا چې په دې ولایتونو کې یې د طالبانو د بریدونو مخه نیولې او د دغې ډلې پر ضد یې پوځي عملیات روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب