چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهغني: طالبان له فتنې، ظلم، زياتيو، وژنو او برباديو پرته بل کار...

غني: طالبان له فتنې، ظلم، زياتيو، وژنو او برباديو پرته بل کار نه لري

تاند(سه‌شنبه، اسد١٢) – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هراتيانو د تېرې شپې د الله اکبر د نعرو ويل وستایل او وايي، دوى په دې عمل سره وښوده چې له اسلام څخه څوک رېښتینې استازیتوب کوي.

هغه وویل: “د طالب کار، له فتنې، ظلم، زیاتي، وژلو او بربادي ده او دا د اسلام خلاف کار ده. مننه هراتیانو!.”

په ورته مهال حامدکرزى وايي، طالبان دې الله اکبر یو جدي خبرداری وګڼي او له جګړې دې لاس واخلي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې تېره شپه د هرات خلکو له لوري د الله اکبر ویل له اوسنۍ جګړې او وراني څخه د خلکو بیزاري څرګندوي او دا د ملي پاڅون په مانا ده.

هغه پر طالبانو غږ کړی، چې د ولس له لوري دا نارې دې یو جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام، ورور وژنې او د خلکو د کورونو له ورانولو دې لاس واخلي.

په ورته مهال ټاکل شوې نن شپه ۹ بجې د کابل اوسېدونکي هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر په ویلو سره خپل غږ اوچت کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د هرات ښاریان د خپلو کورونو له بامونو د طالبانو د بريدونو په غبرګون د الله اکبر الله اکبر نعرې وهي.

د هراتيانو دغه حرکت په کور دننه او بهر د عامو افغانانو او سیاستوالو له تود هرکلي او غبرګونونه سره مخ شول.

د ولسمشر غني لومړى مرستيال امرالله صالح په خپل فېسبوک پاڼه د هراتيانو دغه عمل ستايلى.

هغه زياتوي، ستونى يې ډک دى او غواړي وزرونه وکړي او له دوى سره د الله اکبر په نعرو ويلو کې برخه واخلي چې د طالب او منبر پلورونکو پر ضد يې غږ پورته کړ.

د ملي امنیت پخوانى مشر رحمت الله نبیل د هراتيانو ياده حماسه وستايله او د کابل ښار اوسېدونکي يې د ورته عمل په ترسره کولو ته راوبلل.

په ورته وخت کې ويل کېږي چې نن شپه ٩ بجې به هم د کابل ښار اوسېدونکي په ورته نعرو خپل احساسات بيان او له خپلو امنیتي ځواکونو به ملاتړ څرګند کړي.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانى سرپرست او د جمعيت اسلامي ګوند مخکښ غړى صلاح الدین رباني وايي، د هرات ښاريانو د الله اکبر په نعرو سره د ١٣٥٧ کال د حوت ٢۴مه د ملي قيام حماسه راژوندۍ کړه چې د روسانو په مقابل کې يې کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب