چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد ملي اردو چارواکي: شبرغان او لښکرګاه کې مو طالبان له ماتې...

د ملي اردو چارواکي: شبرغان او لښکرګاه کې مو طالبان له ماتې سره مخ کړل

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۲) د ملي اردو چارواکي وایي، په شبرغان او لښکرګاه کې يې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه نیولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضایي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل، چې د شبرغان پر ښار برید وکړي خو د افغان پوّځیانو له سخت مقاومت سره مخ شول.

رضایي زیاتوي، چې جګړه تر سهاره روانه وه او لسګونه طالبان په کې ووژل شول.

نوموړی وایي په دې نښته کې د ۳ قومندانانو په ګډون ۵۷ طالبانو ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.

رضايي زیاتوي، طالبان هڅه کوي له دوو لارو شبرغان ښار ته داخل شي خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده.

ځايي سرچینې بیا وایي، چې اوس هم د شبرغان په صوفي قلعه سیمه کې نښته روانه ده.

بل لورته وسله والو طالبانو دا ادعا راد کړې ده.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې  هلمند کې د ۲۰۱۵ میوند قول اردو قومندان سمیع الله سادات خبریالانو ته ویلي، چې  وسله والو طالبانو غوښتل د لښکرګاه ښار پر زندان برید وکړي خو دوی یې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، چې اوس طالبان د زندان له شاوخوا سیمو په شا شوي دي.

د یادونې ده، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې له تېرې ورځې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د طالبانو پر ضد یې عملیات پيل کړي او ادعا کوي چې له پرون راهیسې یې ۷۷ تنه وژلي دي.

دفاع وزارت: په ۱۱ ولايتونو کې ۳۷۵ طالبان وژل شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب