جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په ۱۱ ولايتونو کې ۳۷۵ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: په ۱۱ ولايتونو کې ۳۷۵ طالبان وژل شوي

تاند(سه‌شنبه، اسد١٢) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢۴ ساعتونو کې له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره په متقابلو بریدونو او نښتو کې  ۳۷۵ طالبان ووژل شوي او ۱۹۳ نور ټپيان دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې نښتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د دې ترڅنګ ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

ملي دفاع وزارت په وینا، دغه طالبان د نورستان، لوګر، ګندهار، ارزګان، هرات، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې وسله والو طالبانو ته د مرګژوبلې شمېرې خپروي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، له یوې بلې دوامداره جګړې سره به مخامخ شي.

زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان دولت او طالبان باید دواړه د هېواد ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي.

هغه وویل: “د سولې خبرې چې د هوکړې له لاسلیک وروسته شروع شوې، لازم پرمختګ یې نه دی کړی، دواړه لوري ډېره هڅه کوي چې له پوځي لارې ستونزه هواره کړي، اوس د دې وخت را رسیدلی چې رهبران د جګړې د حل لارې پرځای خبرې جدي پيل کړي او لومړیتوب دې ته ورکړي چې یوې هوکړې ته ورسیږي.”

ښاغلی خلیلزاد وایي، د جګړو دوام یوازې افغانانو ته زیان اړوي او بله کومه ګټه نه لري.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په هرات، کندهار، هلمند او یو شمېر شمالي ولایتونو کې جګړې زیاتې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب