جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په زندان کې د سلمان خان د سختو ورځو کيسه

په زندان کې د سلمان خان د سختو ورځو کيسه

تاند – د باليووډ ستوری سلمان خان په ‌1998 ميلادي کال کې د ( هم ساته‍ ساتھ هې) فلم د‌ شوټينګ پر مهال د هوسۍ د ښکار په تور پوليسو ونيوه او زندان ته يې واچوه.

سلمان خان وايي په زندان کې پرې تېرې شوې سختۍ به يې کله هم هېرې نه شي. که څه هم له دې پېښې ډير وخت تير شوی خو وايي په زندان کې پرې تېرې شوې ترخې کيسې به ېې تل په ياد وي.

د سلمان خان په وينا په زندان کې يې له ډيرو ستونزو سره سره هم ، د ورځې دوه وخته سپورټ کاوه.

سلمان خان وايي د زندان په هره کوټه کې لس کسه بنديان وو، خو حمام يو و او هر سهار به حمام ته د تګ پرمهال د بنديانو تر منځ هرومرو لانجه کېده.

د باليووډ دغه ستوری وايي تر ټولو سخته خو دا وه چی په زندان کې يې يو ګیلاس درلود، چې په پرېمنځلو پسې يې نه رسېده، په هماغه ګيلاس کې به يې چای څښه، په هماغه ګيلاس کې به يې خواړه خوړل، نه يوازې خواړه بلکې آن په حمام کې به يې هم له هماغه ګيلاسه کار اخيست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب