جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسوولان: هرات، مزار او کندهار ته ملکي الوتنې پیل شوې

مسوولان: هرات، مزار او کندهار ته ملکي الوتنې پیل شوې

تاند( سه شنبه، د اسد۱۲) د ملکي هوایي چلند ادارې مسوولان وایي، چې د هرات په ګډون مزار او کندهار ته ملکي الوتنې په بشپړه توګه نورمالې شوي دي.

سرچینه وایي، چې د دې الوتنو په لړ کې نن سهار د دغه ادارې رییس هرات ته سفر وکړ.

د معلوماتو له مخې یادو ولایتونو ته د نا امنیو له امله الوتنې ځنډېدلې وې.

د جګړو له امله په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له امله ډېر خلک بې کوره شوي او ملکي خدماتو ته یې سخت زیان رسولی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې یواځې په کندهار کې تر ۲۲ زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي او اوس په سختو حالاتو کې ژوند تېروي.

د روانو جګړو په لړ کې په هرات کې هم په دې وروستیو کې په زیات شمېر کورنۍ جګړو له خپلو کورنو وویستې.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، زموږ هېواد او خلک په یوه تاریخې آزموینه کې دي.

هغه زیاتوي د هرات، تالقان، کندهار او هلمند په لویو ښارونو باندې د طالبانو بریدونه د دغه ډلې د ویجاړونکو نیتونو ښکارندویي کوي.

عبدالله زیاتوي چې هرات بیا د برید لاندې دی او د هرات خلک په دې آزموینه کې یواځې نه دي او ټول افغان ملت ورسره ولاړ دي.

افغانانو د الله اکبر په نارو او پنجابیانو د روانو وژنو او ګډوډیو په ستاینو شپه رڼه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب