یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانانو د الله اکبر په نارو او پنجابیانو د روانو وژنو او...

افغانانو د الله اکبر په نارو او پنجابیانو د روانو وژنو او ګډوډیو په ستاینو شپه رڼه کړه

تاند (سه شنبه د اسد ۱۲) تېره شپه، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو په شمول د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه په هرات کې افغانانو د افغان وسله والو ځواکونو په ملاتړ او د اوربند د غوښتلو لپاره د الله اکبر چیغې ووهلې.

په ورته وخت کې،‌ د رسنیو راپورونه او خپاره شوي پروګرامونه ښیي چې په پاکستان کې ګڼ شمېر رسنیو په هلمند کې په روانو ګډوډیو او بې نظمیو باندې خوښي وښودله او په کندهار او هلمند کې روان جنګونه یې فتوحات وبلل.

د راپورونو له مخې، د هلمند، کندهار او هرات په لسګونو زره افغانان بې ځایه شوي، په زرګونو ملکي خلک، په سلګونو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه او په سلګونو وسله وال طالبان او پاکستانۍ ملېشې وژل شوي دي.

یو پنجابی یوټیوبر خپلو مینه والو ته د هلمند وروستی حال ورکوي او خوښي څرګندوي: https://www.youtube.com/watch?v=HnGY56iS7KA

د هلمند والي احمدالله علیزي تېره شپه په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې هلمند ته تازه ځواکونه ور رسېدلي او په را روانو ۲۴ ساعتونو کې به حالات کنټرول کړي.

ویل کیږي چې په هلمند کې د ویر، غم، چور او چپاول په خپرېدلو سره، په پاکستان کې د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا تمویلېدونکې رسنۍ او یوټیوب چینلونه د افغانستان په روانو ګډوډيو خوښي څرګندوي او په تکرار سره وایي چې د حکومت وسله والو مخالفینو هلمند نیولی، او د کندهار او هرات له نیولو څخه وروسته یوازې کابل پاتې کېږي.

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراخ تبلیغات روان دي او سیمه ییز ځوانان او په ځانګړې توګه د پښتونخوا او بلوچستان احساساتي ځوانان هڅوي چې په افغانستان کې جنګ ته چې په تبلیغاتو کې ورته د جهاد نوم ورکوي راشي.

د افغانستان د حکومت یوه مسؤل د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې افغان وسله والو ځواکونو په هلمند کې په زیات شمېر تورې ملېشې چې هدف یې پاکستاني ملېشې وې وژلي او په زیات شمېر کې نور لا هم وژل کیږي.

افغان حکومت تور لګوي چې د روان کال د ثور په میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د خروج له پیلېدلو راهیسې وسله والو طالبانو د ښارونو د نه نیولو او د سولې کولو لپاره خپلې ژمنې پرځای پرېښودې او د جنګ میدان ته یې راودانګل، په داسې حال کې چې یو شمېر د نظر خاوندان وایي چې جنګ اصلا د پاکستان د پوځ او استخباراتو تر لارښوونې لاندې پرمخ ځي او له وسله والو طالبانو څخه یوازې د سون توکو په توګه کار اخیستل کیږي.

2 COMMENTS

  1. درنې او خواشینوونکی کیسې روانی دی.
    موږ څو لسیزی د شوروی او په ارګ کی د ناستو غولوونکو سردارانو او ( وروسته د بنګ د مسافرو )په اِشاره او دستور د ” ډیورینډ ” پر کرښه احساساتی او ډیجیټالی اِدرار اُرَوَلئ دی او د کرښی د ها خوا پښتانه مو خپل نه بېلېدونکی وړونه بللی دی خو نن ورځ هغه زموږ وړونه! ( مسلمان، نشنلیسټ، سکولر، لیبرال، سوسیالیسټ، مارکسیسټ، مُلا، جنرال ، معلم، چوکدار او……. ) د پنجاب د شومو او کرغېړنو کړنو په وړاندی پټه خوله ناست دی او حتی زموږ د پاکو ارمانونو پر شنه چمن ئې د چوپتیا ( ضمنی تائید ) د اِدارار بارانونه پیل کړی دی.

  2. الله اکبر الله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبرالله اکبر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب