سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهاحمدالله علیزی: شاوخوا ۱۵۰ پاکستانیان او د هغوی غلامان وژل شوي دي

احمدالله علیزی: شاوخوا ۱۵۰ پاکستانیان او د هغوی غلامان وژل شوي دي

تاند (دوشنبه د اسد ۱۱) د هلمند والي احمدالله علیزی وایي چې له هلمند څخه به د جنوب غرب په سطحه د یرغلګرو هدیره جوړه کړي.

ښاغلي علیزي په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې یوه لنډه ویډیو کې ویلي چې ښاریان دې اندېښنه نه کوي، تازه وسله وال ځواکونه رسېدلي او په لنډ وخت کې به حالات قابو کړي.

د هلمند والي چې په څېره کې یې خفګان او پرېشاني ښکاري، په خپله خپره کړې ویډیو کې روان حالات ترخه ګڼلي او وایي، «خدای به دغه ترخې شیبې تېرې کړي، کومو پاکستانیانو چې زور درلود په تېرو څو ورځو کې، په تمامه معنی ټولو پاکستانیانو، پنجابیانو او د هغوی غلامانو کوشش کاوه چې لشکرګاه سقوط کړي، اما یوازې د پرون راهیسې په کوڅو کې د دوی ۱۵۰ مړي پراته دي چې تر اوسه پورې دوی په خپلو مړو نه رسیږي،»

نوموړی زیاتوي، «ډېر ژر به ان شاءالله چې ښار د دوی له شتونه څخه پاک شي، ښاریانو ته زه اطمینان ورکوم چې ان شاءالله ۲۴ ساعتونو کې، ځکه چې تازه قوتونه را رسېدلي دي، هغوی جنګ مهاروي، زمونږ قوتونه ستړي شوي وو چې دمه هم وکړي او د جنګ نه هم ستړي سوي وو ځکه چې سر په سر څو شواروزه جنګیدلي دي،»

د هلمند والي اطمینان څرګند کړ چې تر سبا پورې به په وضعیت کې تغیر راشي او ویې ویل، «زه مطمئن یم چې ان شاءالله سبا ته ټول مشکلات د لشکرګاه د ښار حل دي، هیڅ تشویش نه لرم، تشویش دې خلک نه کوي، او تبلیغ دې هم خلک نه کوي، ان شاءالله دا به د دوی قبرستان وي، مخکې مو هم ویلي وو چې هلمند به د جنوب غرب قبرستان ګرځوو او ان شاءالله چې قبرستان به یې هم شي.»

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال سید سمیع سادات وویل چې له دوه اونیو راهیسې چې طالبانو  او د هغوی ملاتړ په هلمند بریدونه پیل کړي د ورځې په اوسط ډول ۹۱ کسان تلفات ورکوي،‌ هغوی د خلکو په کورونو کې ځایونه نیسي او خلک مجبوروي چې کډې وکړي.

جنرال سادات وویل، په هر استقامت کې چې طالبان رامخې ته سوي دي هغه ګروپ یې له منځه وړل سوی دی، مونږ دا عهد کړی دی چې که د لښکرګاه ښار ته یو طالب راسي یو به مري که زر طالبان راسي زر به مري.

سادات وسله وال طالبان د پنجاب غلامان وبلل او ویې ویل، دا جګړه زمونږ نه ده، دا د پنجاب غلامان دي، دا افغانان نه دي،‌ په دوی کې افغانیت، اسلامیت،‌ شرافت نسته، دا هغه تکفیري ګروپ دی چې پیغمبر (ع) مونږ ته پرې خبر راکړی و او مونږ به د دوی پر ضد جنګ او جهاد ته دوام ورکړو.

په ورته وخت کې یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایی چې وسله والو طالبانو په لښکرګاه ښار کې د هلمند رادیو تلوزیون وداني نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب