سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهپه هرات ښار کې د ملکيانو پر موټر چاودنې ۱۳ تنو ته...

په هرات ښار کې د ملکيانو پر موټر چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند( دوشنبه د اسد ۱۱ مه )نن ماښام د هرات ښار په حاجی عباس سيمه کې د ملکيانو پر يوه موټر چاودنه شوې چې له امله يي درې تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

چاودنه پر يوه فلانکوچ ډوله موټر شوې ده.

د هرات امبولانس مسوول ابراهيم محمدي وايي چې د پېښې په وژل شويو کې دوه ښځې او يو سړی شامل دي، دده په وينا په دې پېښه کې دوې ښځې او اته نارينه ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

دا پېښه په داسې حال کې کيږي چې په هرات ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

بل خوا نن شپه د هرات ښار ګڼ ښاريان واټونو ته را وتلي او د الله اکبر په شعارونو سره د طالبانو پر وړاندې د درېدو خبره کوي او وايي اجازه به ورنه کړي چې طالبان دغه ښار ونيسي.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د هرات د اوسيدونکو دغه کار ستايلی او ويلي هراتیانو په دې کار سره له طالبانو او منیر پلورونکو نه د دين پالنې جعلي او تقلبي جواز اخيستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب