ښار په لمبو کي سوځېدی
د سرو مرمیوباران
پر جوماتونو پر کورونو وو قیامت جوړ کړی
هم له وړو هم له زړو څخه وه لاره ورکه
له هري څنډي له هر کوره څخه
له هر جومات له هر لوره څخه
ښځي او نر لکه له ډزو تورېدلي مرغۍ
لکه ویشتلي مرغۍ
له یوې سیمي بلي سیمي ته په چیغو چیغو
تله او راتله لاره له ټولو ورکه
پر ښار مرمۍ اورېدې
لکه باران لکه ژلۍ اورېدې
ماشوم د ډنډ پر غاړه
رڼو اوبو کي د سپوږمۍ عکس ته ځیر ځیر کتل
کله یې پورته کله کښته لیدل
هم یې اسمان هم اوبو ته خندل
ماشوم په خپله دنیاګۍ کي ډوب وو
ماشوم په حسن د سپوږمۍ کي ډوب وو
د ښار په هر کونج کي مرمۍ لګېدې
پر هره لوېشت باندي لمبې بلېدې
ماشوم اوبو ته کتل
هم یې خپل عکس هم سپوږمۍ ته خندل
له پاسه بمب ولوېدی
د سپوږمۍ عکس یې ذرې ذرې کړ
نازک ماشوم یې هم ټوټې ټوټې کړ
ښار یې ایرې ایرې کړ
ټولواک پر خپل پالنګ خوبونه کول
سهار د ښار له سوځېدو خبر سو
د خپل دښمن له ماتېدو خبر سو
له ګونجو سترګو یې ځلا ښکاره سوه
پر زړو شونډو یې موسکا ښکاره سوه
ښار په لمبو کي پروت وو
کور او جومات ګډ په ایرو کي پروت وو
قوماندان زېری د بري راوړی
څو اردلیانو کړله ږغ په سلا
عمر دي ډېر سه زموږ غښتلې پاچا!!
د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د میاشتي دوهمه، ویرجینیا.