دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو د ننګرهار د ولایتي شورا سلاکار وواژه

نامعلومو وسله والو د ننګرهار د ولایتي شورا سلاکار وواژه

تاند (دوشنبه د اسد ۱۱) د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د ولایتي شورا سلاکار وواژه.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن دوشنبه/ د اسد ۱۱مه/ وویل، نامعلومو وسله والو نن ماخوستن شااوخوا اته بجې د ننګرهار د ولایتي شورا سلاکار امداد الله همدرد د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې په ډوز وژلی دی.

نوموړی وایي، د پېښې عاملان له سیمې تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

دا په روانه اوونۍ کې جلال اباد ښار کې درېیمه هدفي پېښه ده چې رامنځته کیږي.

دوه ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې درې تنه د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د دې پېښو مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب