جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه : په طالبانو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

اروپايي ټولنه : په طالبانو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

تاند (دوشنبه د اسد ۱۱) اروپايي ټولنه وایي چې د طالبانو له کړنو داسې ښکاري چې په دې ډله کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولسان وایي چې د طالبانو تر ولې لاندې سیمو کې بشري حقونونه نقض کیږي.

نوموړی د افغانستان د راتلونکې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې طالبان لاهم هغه نړۍوال بشري قوانین او بشري حقونه نقض کوي چې افغانستان ورته ژمن دی.

ټوماس نیکولسان وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لاهم نجونې ښوونځيو ته د تګ حق نه لري او دغه ډله خلک صحرايي محاکمه کوي او د بیت المال په لوټلو او د عامه شتمنیو په ورانولو کې لاس لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي د سولې پر ټکني بهیر اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې طالبان له یوې خوا سولې ته د ژمنتیا خبره کوي او له بلې خوا یې له پوځي لارې د واک ترلاسه کولو هڅې ډېرې کړې.

نوموړی د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو لپاره ولسي پاڅونوال ښه غوراوی ګڼي خوزیاتوي چې دا کار خپل خطرونه هم لري.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په داسې حال کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پر نقض نیوکه کوي چې په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو د يوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وسله والو طالبانو د کندهار په سپين بولدک کې د غچ اخیستنې په لړ کې لسګونه ملکي وګړي وژلي او دا عمل ټولوژنه او جنګي جنايت بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب