شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزتاریخچنګېزخان / ډاكتر مبارك علي

چنګېزخان / ډاكتر مبارك علي

ژباړه : اسدالله غضنفر

    دا د تاريخ د بهير يو ه برخه ده چې اتلان پكې راڅرګندېږي، په تاريخ كې خپلې نخښې پرېږدي او  د زمانې له حافظې وځي. دوى يا بلكل هېرېږي او يا كه كوم ملت يا اجتماعي ګروپ د خپلو سياسي يا اجتماعي ارزوګانو د پوره كولو لپاره اړتيا ورته پيدا كړه نو يو ځل بيا حافظو ته لاره مومي. په دغسې حالت كې د اتلانو يوه نوې څېره چې په نوي چاپېريال كې د منلو وړ وي، وړاندې كېږي.

مغول واكمن چنګېز خان چې د كابو دېرشو ملكونو په لاندې كولو سره يې  خپل قام د ګمنامۍ له تيارو راوايست او د شهرت و افتخار منارو ته يې ورساوۀ، همداسې يو اتل دى. مغولو چې خپل مخالفان ماتول، د هغوى خاورې يې نيولې ، د هغوى ښارونه يې ورانول، كتابتونونه يې سوځول او ولسونو يې تر تېغ تېرول، نو د دوى مشر چنګېز چې په خپلو مغلوبو غليمانو يې د وحشت او تباهي بلا نازوله، د خداى د بلا په نوم ياد شو.

د منځنۍ اسيا مسلمانو مورخانو د ماتو ملتونو غمونه او دردونه ثبت كړل او د خپلو كلتوري مركزونو او پېړيو پېړيو ټول كړي معرفت په تباه كېد و يې ساندې وويلې. د دې وطنونو اكثرو پوهانو نورو مسلمانو هيوادونو ته هجرت وكاوۀ او له ځانونو سره يې د مغولو د بې رحميو كيسې يووړې. د سلطنت په پېر كې د دغو سيمو ځينې پوهان هندوستان ته هم  راغلل او خلك يې د مغولو په لاس له يو مخيزو وژنو او ورانيو خبر كړل. دغه شي د خلكو په ذهنونو كې له چنګېزه يو داسې بې رحمه، وحشي او وينو ته تږى بنيادم جوړ كړ چې د مسلمانانو تمدن ته يې نۀ جبرانېدونكى تاوان اړولى دى. د چنګېز خان په اړه دغه تصور تر څورلسمه ميلادي پېړۍ پورې په اسلامي نړۍ كې په خپل حال پاتې و.

خو له بلې خوا د مغولو په منځ كې چنګېز يو خداى ګوټى، يو فوق العاده انسان او يو لارښود شو چې دوى يې نه يوازې شتمن بلكې په تاريخ كې د نوم و نشان څښتنان كړل. د چنګېز نوم او شهرت تر هغو پورې چې د دۀ اولادې د دۀ په لويه امپراطوري باندې واكمني كوله، په خپل حال پاتې و . دې امپراطوري يو سلو پنځوس كاله عمر وكړ،  وروسته بيا  وشړېده، په وړو وړو سلطنتونو بدله شوه، او د چنګېز د شهرت زوال هم پيل شو.

په څورلسمه پېړۍ كې په منځنۍ اسيا كې نوي سياسي تغييرات راغلل او امير تيمور ( ۱۳۳۶- ۱۴۰۵ ) قدرت ته ورسېد. له دې پېښې سره د چنګيز نوم او كارنامې يو ځل بيا په ځلېدو شول ځكه امير تيمور د خپل نوي اقتدار مشروعيت ته اړتيا لرله او دۀ د چنګېز په كورنۍ كې د وادۀ په كولو او ځان ته د ګورګان ( زوم ) په ويلو سره دغه مشروعيت تر لاسه كړ. د ې كار  د چنګېز خان  انځورچې تر لا تر دې دمه پورې د مركزي اسيا د خلكو په ذهنونو كې د يوۀ فاتح په توګه پاتې و، د يوۀ لوى اتل او اثرناك ستوري په حيث را ژوندى كړ. چنګېز خان ته د تيمور د وفادارۍ دود ته د هند مغولو واكمنو هم ادامه وركړه. دغه هندي واكمن په دې وياړېدل چې د چنګېزخان د قوانينو ساتندوى دي او ادعا يې كوله چې د هغۀ ميراث دوى ته پاتې دى.

د وخت په تېرېدو سره چنګېز خان  جوړه كړې امپراطوري ټوك ټوك او د دۀ اولاده د هغو ملكونو شوه چې حكومتونه يې ورباندې كول. د چنګېز خپل وطن پو ځل بيا په يوۀ غير مهم ځاى بدل شو . اول تزاري روسيې او ورپسې شوروي اتحاد ته په ګوتو ورغى.

  د شوروي له شړېدو وروسته منګوليا د يوۀ خپلواك هيواد په توګه راڅرګنده او د خپل ورك تاريخ د موندلو په لټه كې شوه. دغه وخت چنګېزخان ته ضرورت پېښ شو چې د منګوليا خلكو ته د يو پياوړي تاريخي او ملي هويت الهام وركړي. اوس عالمان لګيا دي د څۀ نا څۀ انساني څېرې د لرونكي  لايق او ماهر چنګېزخان د تصور په جوړولو كې له منګوليا والو سره لاس كوي.

په دې وروستيو كې جك ويدرفورډ په چنګېز خان باندې خپل خورا عالي تحقيق خپور كړ چې ، چنګېز خان او د نوې دنيا جوړېدا ، نومېږي. د دغه مورخ په قول، خان په مغلوبو ملكونو كې فيوډاليزم تارومار كړ. د اصل ونسب په اساس د مقررولو تر دود يې د لياقت په اساس مقررولو ته اهميت وركړ، په خپل رعيت يې تر وسه وسه كمه ماليه ولګوله او طبيبان، روحانيون او عالمان خو يې د ماليې له وركولو بېخي معاف كړل. شكنجه يې منع كړه. د مذهبي ازادۍ اجازه يې وركړه. د پوستې او احصايې د يوۀ نظام بندوبست يې وكاوۀ. پلونه يې ورغول چې لښكر لېږد اسانه شي، ښارونه يې سره وصل كړل چې سوداګري وغوړېږي ، او د ياسا په نوم قانون يې نافذ كړ چې خپل ملت مطيع او د اصولو پابند وساتي.

جالبه دا ده چې چنګېز خان راتلونكو نسلونو ته خپل داسې انځور نه دى پرې ايښى چې د سر په سترګو وليدل شي.  دۀ نۀ انځورګرو ته اجازه وركړه چې انځور يې وباسي او نۀ يې مجسمه جوړوونكي پرېښودل چې مجسمه يې سازه كړي. چنګېزپه كومې سكې، ډبرې يا يادګاري څلي باندې هم د خپل نوم د كيندلو اجازه ورنه كړه. كله چې په ۱۲۲۷ كې ومړ، په يوۀ پټ ځاى كې خښ شو. ويل شوي دي چې د دۀ د ښخېدو د ميدان د پوره اوارولو او د قبر د نخښو د ختمولو لپاره اتۀ سوه اسونه په ځلونو ځلونو وځغلول شول.

څرنګه چې د چنګېز انځور نشته نو مختلفو ملتونو د هغه په باره كې  له خپل تصورسره سم، هغه په بېلو بېلو بڼو انځور كړى دى. ويدرفورد ليكي چې: چينيانو هغه د ستومانو سترګو د يوۀ مهربان با با په بڼه چې نرۍ قبضه ږيره لري، ترسيم كړ. دا د يوۀ  قهرجن، بې رحمه، مغول جګړه مار تر انځور د يوۀ چورتي، چيني حكيم تصويرته ورته دى. په يوۀ ايراني مينياتور كې چنګېز خان د تخت د پاسه ناست ترك سلطان په شان انځور شوى دى. اروپايانو بيا هغه د يوۀ بشپړ وحشي بنيادم په څېر چې بې رحمه وحشي ، پوره بدرنګې څېره او تېزې خونكارې سترګې لري، انځوركړى دى.

خو  د منګوليا د خلكو لپاره چنګېز يو ملي اتل دى. څرنګه چې د دۀ تصوير نشته نو په منګوليا كې دا خبره د متل غوندې مشهوره ده چې: موږ دې څېره په تصور كې جوړوو خو زموږ ذهنونه كاواكه دي.

 شايد د دوى ذهنونه نور تش پاتې نه شي. ځكه د چنګېز په اړه يو نوى تاريخي انځورچې  د اسنادو په اساس يې يو ملي اتل ښيي، د جوړېدو په حال كې دى.

  په دې وروستيو كې لرغونپوهانو د چنګېز په اړه د لازياتو معلوماتو د لرلو لپاره د هغه د قبر د موندلو هڅه پيل كړې ده. كه داسې وشول نو بيا د منګوليا ملت په هغه ځاى د يادګار څلى جوړوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی