Home+هغه غټه خوله چې د‌عايد لويه سرچينه شوه

هغه غټه خوله چې د‌عايد لويه سرچينه شوه

تاند- ۳۱ ديرش کلنه امريکايۍ سامانتا د نړۍ تر ټولو غټه خوله لري.

سامانتا اوس په ټيک ټاک کې خورا مشهوره شوې ده او همدا غټه خوله ورته د ګټې وټې لويه سرچينه ګرځېدلې.

هغې د‌ غټې خولې د لرلو له امله د ګينس د ريکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړی دی.

سامانتا اوس په ټيک ټاک کې ۱۷لکه څارونکي لري او ډير کسان يې د هرې ويډيو خپرېدو ته په ډیرې لېوالتيا سره په تمه وي.

دا وايي که مو اندام او د بدن غړي طبيعي نه وي کيسه کې يې مه اوسئ،خو ګورئ چې د ګينس په کتاب کې مو نوم ثبتول هېر نه کړئ.

دا په خپلو ويډيوګانو کې د خپلې غټې خولې کمالونه ښيي،کله يې روغه مڼه په خوله ننه ايستي وي او کله يې زموږ په عاميانه اصطلاح يو جريب خوله خلاصه کړې وي.

د سامانتا هره ويډيو له ۱۰تر ۱۵زره ډالرو عايد لري.

دا اوس د خپل بدن پر نورو غړو هم خواري کوي او له تير کال راهيسې يې خپل وزن ډير  کم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...