جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه لښکرګاه کې جګړه، په يوه ورځ د لسو کسانو د جراحي ...

په لښکرګاه کې جګړه، په يوه ورځ د لسو کسانو د جراحي  عملیات ترسره شوي

تاند(سه‌شنبه، اسد١٢) – په هلمند کې روغتيايي خيريه موسسې وايي، د وروستیو تودو جګړو له امله په بست روغتون کې د ټپي شويو کسانو د جراحي عملیاتو شمېره لوړه شوې ده.

د روان ميلادي کال د مې میاشتې او په ځانګړې توګه د وروستيو اونيو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى او دا جګړې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوندو سيمو ته هم وغځېده.

د هلمند بست روغتون پروژې لپاره د ايم ايس ايف همغږۍ کوونکې سارا ليهي  وايي، د لښکرګاه ښار د ځايي خلکو په استوګنځایونو کې بې رحمانه نښتې، هوايي بريدونه او د هاوانونو مرمۍ ورېږي، کورونه بمبار او ګڼ خلک په کې سخت ټپيان شوي دي.

هغې وویل: “په ښار کې جګړو مونږ ته دا ډېره سخته کړې څو رسېدنه وکړو. زموږ کارکوونکي د ټولنې يوه برخه ده او دوى د نورو خلکو په څېر د کورونو پرېښودو څخه وېره لري. دا ډېره خطرناکه ده او په ټپه ولاړ حالت کې ژوند دى. زمونږ ځينې کارکوونکي تر نيمو شپو په روغتون کې پاتې دي او د ناروغانو درملنه کوي. له څو میاشتو راهیسې وضعیت نازک و خو اوس ډېر خراب شوى دى.”

د ننګوونو سره سره ايم ايس ايف په هلمند کې د بست روغتون په ملاتړ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړى او په وروستيو اونيو کې يې ټپيان ډېر شوي دي.

ليهي زياته کړه: “فقط په يوه ورځ مو د هغو کسانو د جراحۍ لس عملیاته تر سره کړل چې په جګړو کې ټپيان شوي وو په داسې حال کې چې دلته ايم ايس ايف په لښکرګاه کې د ټپیانو د درملنې تامين کوونکى نه دى. له دې مخکې مونږ په يوه ورځ په اوسط ډول په جګړو کې د دوو ټپيانو عملیاتونه کول.”

په لښکرګاه ښار د ټپیانو د درملنې اصلي مرکز د يوې بلې ادارې له لوري پرمخ وړل کېږي او ډېر زيات تر فشار لاندې وي او داراز خلک نه شي کولاى خپل ناروغان ايم ايس ايف روغتون ته ولېږدوي.

د دغې روغتيايي موسسې د شمېر په اساس د جولاى له 29 مې تر 31 مې ايم ايس ايف په جګړه کې د 70 ټپيانو درملنه کړې او په مجموع کې د مې له 3 مې د جولاى تر 31 مې پورې د 482 ټپيانو درملنه کړې چې نږدې 92 سلنه يې د مرميو لګېدو له امله ټپيان شوي چې 26 سلنه ټپیانو عمرونه تر 18 کالو ټيټ وو.

په لښکرګاه کې د جګړې په شدت سره پيل خلک د ويرې له امله نه شي کولى د درملنې لپاره بست روغتون ته لاړ شي.

د آغلې ليهي په وينا، دوى داسې ټپیان هم درلودل چې په متقابلو ډزو کې پر اوږه يا پښه يې مرمۍ لګېدلې وو او د بست روغتون ډاکترانو ته يې کيسه کوله.

د لښکرګاه په جګړه کې يوه ټپي شوى کس وايي، د ټولې کورنۍ ګټيالى دى او فکر نه کوي چې د ټپونو له امله په راتلونکې کې کار وکړاى شي.

د هغه په خبره، دا ورته ګرانه ده چې نور خپله کورنۍ حمايه کړي او زياتوي خپل کور يې پرېښى او نه ورځي.

د بست روغتون يو ډاکتر وویل، جګړو پر کارکوونکو ښکاره اغېز کړى، روغتيايي کارکوونکي ستړي شوي او کار ورته ستونزمن دى او دغه راز خلک هم له فشارونو او اندېښنو سره مخ دي.”

ياده دې وي چې ايم ايس ايف د بست روغتون ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه موسسه په هرات، کندهار، خوست او کندز ولایتونو کې فعالیت کوي.

په لښکرګاه کې طالبانو نن سهار یو ځل بیا شدیده جګړه پيل کړه چې د روېټرز خبري اژانس په استناد چټک پرمختګ‌یې کړی دی.

د هلمند والي محمد ولي علیزي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه شدیده، خو مهارېدونکې ده.

راپورونه وايي چې په روانو جګړو کې زيات شمېر کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب