جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبلینکن: طالبان په تاوتریخوالي خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

بلینکن: طالبان په تاوتریخوالي خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، طالبان د تاوتریخوالي په زور خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

بلینکن په تازه څرګندونوکې ویلي، چې طالبان غواړي د مشرانو نومونه یې له تور لېست څخه وویستل شي، ازادانه سفرونه وکړي او په نړیواله کچه وپېژندل شي، خو که دوی همداسې د جګړې تګلاره غوره کړي نو خپلو هیلو ته به و نه رسېږي.

د ده په خبره د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی په هېڅ صورت د منلو نه دی او دغه ډلې ته په کار ده، چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې خبرې پیل کړي.

بلينکن دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د زور حکومت امریکا او د دوی ملګرو ته د منلو نه دی نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او سیاسي حل باندې تمرکز وکړي.

بلینکن داسې مهال دا څرګندوني کوي، چې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ملي شورا په فوق العاده ناسته کې وویل، که طالبانو د سولې خبرو ته حاضرنشي نو په جګړه کې به یې ګونډې ور ماتې کړي.

غني: که طالبان مذاکراتو ته حاضر نشي، جګړه کې به یې ګونډې ور ماتې کړم

بل لورته اروپايي ټولنه هم وایي، چې په طالبانو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولسن وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې بشري حقونونه نقض کیږي.

نوموړی د افغانستان د راتلونکې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې طالبان لاهم هغه نړیوال بشري قوانین او بشري حقونه نقض کوي چې افغانستان ورته ژمن دی.

ټوماس نیکولسن وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لاهم نجونې ښوونځيو ته د تګ حق نه لري او دغه ډله خلک صحرايي محاکمه کوي او د بیت المال په لوټلو او د عامه شتمنیو په ورانولو کې لاس لري.

اروپايي ټولنه : په طالبانو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب