جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د نظام په ملاتړ ولسي مشاعره جوړه شوه

ننګرهار کې د نظام په ملاتړ ولسي مشاعره جوړه شوه

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۲) د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې تېر ماښام د نظام په ملاتړ ولسي مشاعره ترسره شوه.

دا مشاعره د باچا خان په کمپلکس کې ترسره شوه، چې پکې شاعرانو،ځوانانو، د مدني ټولنو استازو، مېرمنو ګډون کړی درلود.

د اطلاعاتو فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي د دې مشاعرې پرمهال وويل، چې ننګرهاریانو تل په ملي مسایلو کې د حکومت ننګه کړې او غوښتنه يې وکړه او بیا یې هم ملاتړي دي.

نوموړي وويل،روانو حالاتو ته په کتو مونږ نه غواړو چې بد تاريخ تکرار شي او جمهوریت دې ړنګ کړای شي.

هغه له شاعرانو وغوښتل، چې د نظام او امنيتي ځواکونو په ملاتړ شعرونه او پیغامونه خپاره کړي.

په دې مشاعره کې شاعرانو هم د نظام او سولې په ملاتړ شعرونه وویل او خلک یې له جګړې کرکې ته هڅول.

شاعران وایي، دا ډول مشاعرې د یووالي پيغامونه خپروي او د جګړې له ښکېلو لوریو هیله کوي چې نوره جګړه بنده اوسوله وکړي.

عام خلک دا هم لوی غنیمت ګني،چې په دې مشاعره کې یوه شېبه خوښه تېره شوه.

دوی وایي هره ورځ د جګړې خبرونه اوري او نن یې یواځينۍ ورځ ده، چې دوی له جګړې د کرکې او د سولې د رابللو پیغامونه د شاعرانو په ژبه اوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب