جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت ملګرو ملتونو ته؛ د طالبانو پر کړنو سترګې مه پټوئ

افغان حکومت ملګرو ملتونو ته؛ د طالبانو پر کړنو سترګې مه پټوئ

تاند (سه شنبه د اسد ۱۲) د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو پر کړنو دې سترګې نه پټوي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یونما) له مشرې دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال ویلي چې طالبانو پر ښارونو بریدونه ډېر کړي دي چې له دې سره جوخت ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او بشري خدمات درېدلي دي.

د ښاغلي اتمر په خبره، یوناما دې د طالبانو پر کړنو، سختو جګړو، ملکي مرګ ژوبلې او عامه تاسیساتو پر ورانولو سترګې نه پټوي او باید دا هر څه مستند کړي.

د ملګرو ملتونو مشرې هم په دې لیدنه کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ټینګار یې کړی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

د دیبورا لاینز په وینا د طالبانو د جګړو له امله د مرستندویه موسسو فعالیتونه درېدلي او ددوی ژوند له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

په همدې حال کې د تېرې جمعې په ورځ/ د اسد اتمه/ په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو په دفتر برید کې یو افغان پولیس ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول.

یوناما دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

هرات کې د یوناما په دفتر برید شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب