جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحمود خان اڅکزی : ترڅو چې ملي بيرغ پر ټول افغانستان ونه...

محمود خان اڅکزی : ترڅو چې ملي بيرغ پر ټول افغانستان ونه رپيږي، سوله نه شي راتلای

تاند (سه شنبه د اسد ۱۲مه ) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي تر څو چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ونه شي او د افغانستان ملي بیرغ پر ټول افغانستان ونه رپپيږي، سيمې ته سوله نه شي راتلای.

محمود خان اڅکزي په چمن کې د خپل ګوند پلويانو ته د وينا پر مهال وويل چې د افغانستان جګړه ددغه هېواد خپلواکۍ ته د زيان رسولو په هڅو سره پېل شوې او د خپلواکۍ په ساتلو سره به يې پای ته رسېږي.

نوموړي وويل:( ترڅو د افغانستان د استقلال درناوی ونه شي او د افغان بيرغ پر ټول افغانستان و نه رپيږي ترهغو دې منطقه کې امن نشي راتلای)

محمود خان اڅکزي د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کی د طالبانو وروستۍ کړنې وغندلې او ټينګار يې وکړ چې په بولدک کی د خلکو سپکاوی ورته د زغملو وړ نه دی.

اڅکزي وويل:(هر سړی دې په دې ځان پوه کړي چي بولدک کې د هیڅ چا سره ناجايز سپکاوي نه زغمو ، هېڅوک د چا د کور او سامان د بي عزتي حق نه لري)

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې په بولدک کې د روان ظلم مخه ونيسي. دده په باور سپين بولدک ولسوالۍ د جګړې له لارې نه ده نيول شوې، او په وينايي په زور د چا پلار هم نه شوای نيولای.

داڅکزي په ويناد‌ نړۍ زبرځواکو هېوادونو پرېکړه کړې چې خپلې جګړې د نورو په خاوره کې وکړي، امريکا او روسيې خپله جګړه په افغانستان کې وکړه او اوس چين او امريکا هم غواړي چې خپله جګړه همدلته وکړي.

محمود خان اڅکزي له پښتنو سره د پاکستان پر توپيري چلند هم سختې نیوکې وکړې او ويې ويل چې اسلام آباد پښتانه دې ته اړ کوي چې پر وړاندې يې وسله واخلي

2 COMMENTS

  1. droond meshrah ACHEKZAI sahib ZHWAND ZHWAND ZHWAND

    NO CHOICE, PASHTOONS MUST PICKUP WEAPONS AGAINST PUNJABI ESTABLISHMENT.
    EVERY DAY PASHTOONS KILLING UNDER DIFFERENT NAMES

    ALWAYS BE UNITED PASHTOONS

  2. دا ټول د نړیوالو له لوری کیدونکی دی ځکه همدا نړیوال هرڅه وینی چی پآکستان پدی ۴۵ کلنه، ۲۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی د افغان ولس پر ضد هر ډول جنګی ډلی تربیه کوی او بیا ددی ډلو نظامی، سیاسی او مالی مرسته او ملاتړ کوی چی همدا پیسی پاکستان ته د برتانیی، چین او امریکا او نړیوالی ټولنی له لاری ورکول کیږی یعنی دا چی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی د همدی امریکا، برتانیه، روسیی چین او نړیوالی ټولنی غیرمستقیم یعنی د پردی تر شا لاس ده ځکه کچیری امریکا دلته سوله او ثبات غوښتلی نو مخکی لدی چی طالبانو سره تړون وکړی باید همدا ګلبدین، طالبان، جمعیت ډله او جنبش ډلي یی سره کینولی وای ترڅو دا ۴۵ کلنه جګړه پای ته رسیدلی وای مګر همدا نړیوال زموږ په وینو باندی تجارت کوی مګر یوه ورځ به راشی چی موږ افغانان به لدی تور مخو او سور بریتو سره حساب او کتاب کوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب