یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزکوه نور الماس

کوه نور الماس

څېړنه او ژباړه: محب سپین غر

د ستر احمدشاه ابدالي له ارزښتمنو میراثونو نه چې د تاریخي لیکنو او روایتونو له لارې یې یادَوَنه تر موږه رارسېدلې، یو هم د «کوه نور الماس» دي. خو له بده مرغه، لکه د اعلیحضرت احمدشاه د پراخې واکمنۍ د ځینو مهمو سیمو او برخو په څېر دغه الماس هم د افغانانو له لاسه وتلي او د نورو د برم او پلاز د ښکلا او ځلا سبب ګرځېدلي دي. د ابدالي احمدشاه په خزانه کې چې زوی – سلیمانشاه ته یې په پاتوړ(میراث) ورسېده یوازې د کوه نور الماس نه، بلکې دوه نور نامتو الماس هم وو چې «دریای نور» او «فخراج بی نظیر» نومېدل. (۱) د «دریای نور» او «فخراج بی نظیر» الماسو څرک لکه د افغانستان د ډېرو نورو ارزښتمنو اثارو په څېر د تاریخ له حافظې نه ورک دی او یوازې د «کوه نور» د الماسو پته د بریتانیا په ټاپو کې موندل شوې ده. ویل کیږي، کله چې بریتانویانو دغه الماس ترلاسه کړل، نو د «الماسو د پاچا» نوم یې پرې کېښود.

د کوه نور الماس شتمن اسطورییز او افسانوي اړخ هم لري. د مها بهارت د لیکوال، افق په وینا، څه نا څه پينځه زره کاله مخکې د هند نامتو افسانوي اتل ـ دوکارنا لومړنی کس و چې دغه الماس یې درلودل. افق د یوې بلې افسانې نوښتګر هم دی او لیکي چې: په لرغوني هند کې دوه هندوان ورونه وو چې یو یې ګندهارا او بل یې مهاراجا ګجنی نومېده. لومړي ورور لرغونې ګندهارا او دویم هغه یې غزنی جوړ کړ او دغه سیمې یې پخپلو نومونو ـ ګندهارا (کندهار) او ګجنی (غزنی) ونومولې. له دوکارنا نه وروسته بیا د حضرت عیسی له زوکړې مخکې تر سلم کال پورې د دغو الماسو برخلیک نالوم دی. ویل کیږي د مخزوکړې سلمو کلونو په شاوخوا کې «کوه نور» چې تر دې دمه یې لا نوم مانا او نوم ریښه نه ده جوته، د راجپوتانا د نومیالي راجا ـ اوبه ئین په واک کې وو. له څو پېړیو تري تم کېدنې وروسته «کوه نور» یو ځل بیا، او دا ځل په اتمه سپوږمیزه پېړۍ کې د هند په شمال لویدیځ کې د (مالوه) د سیمې د یوه راجا – بکرما جیت په پلاز کې راځلیږي.

د ښاغلي عزیزالدین وکیلي پوپلزي په وینا، دغه الماس پر ۷۰۹ سپوږمیز کال د مالوه له کورنۍ نه د علاالدین خلجي لاس ته چې د جلاالدین فیروزشاه وراره او زوم وو، ورغی او ډیلي ته یوړل شو. (۲) له هغې وروسته د سلطان ابراهیم لودي تر واکمنۍ دغه الماس د لودي کورنۍ د خزانې نازولی ټوک (جز) ګڼل کېده. د یوه افسانوي روایت له مخې کله چې بابر پر ۹۳۲ سپوږمیز کال سلطان ابراهیم لودي ته ماتې ورکړه او هغه یې وواژه، نو د لودي مور د «کوه نور» الماس د بابر دربار ته ورولېږل. په مغلي دربار کې د بابر له زوی همایون نه رانیولې بیا تر جلال الدین اکبر، لومړي شاه عالم، اورنګ زیب، لومړي عالمګیر او محمدشاه پورې «کوه نور» خپل خاوند وار په وار بدلوي او خپل برخلیک د سیاسي واکمنو پرېکړې ته ورسپاري.

ویل کیږي چې پر محمدشاه دغه الماس ډېر ګران وو او هغه به یې هر چېرته له ځانه سره وړل. کله چې نادر افشار پر ۱۱۵۲ سپوږمیز کال پر لاهور او ور پسې پر ډیلي برید وکړ، نو محمدشاه له دې وېرې چې «کوه نور» د نادر لاس ته ور نه شي، هغه یې پخپلې پګړۍ کې پټ کرځول. خو د محمد شاه یوې تورکۍ وینځې چې له دغه پټ راز نه خبره وه، د نادر افشار د کسانو له خوا د حرمسرای د پلټنې پر مهال دغه راز میرزا محمد مهدی ته چې د نادر افشار د دربار سرمنشي وو او نادر به (ذکي خان) باله، رسوا کړ.

له هغې وروسته چې نادر لاهور او ډیلی ایل کړل او محمدشاه ته یې د روغې جوړې لاس ور اوږد کړ، نو یوه ورځ یې محمدشاه خپل دربار ته وروباله. د غونډې او خبرو اترو په ترڅ کې میرزا محمد مهدي (ذکي خان) له نادر افشار نه هیله وکړه چې د دواړو مشرانو ترمنځ د باور او دوستۍ د مزو د لا ټینګېدو او د یو بل په وړاندې د ښه نیت د نښې په توګه دې نادر خپله له ګرانبیه غمیو ډکه خولۍ محمدشاه ته ورکړي او د محمدشاه لونګۍ دې دی په سر کړي. نوموړي له دغو غوړو او پستو خبرو وروسته په ډېرې زړورتیا سره د دواړو پاچاهانو له سرونو نه خولۍ لیرې کړې او له بدلولو وروسته یې هغه بېرته د نوموړو په سرونو کېښودې. نادر سره له دې چې په پټه له غوسې نه خوټېده، خو له هند نه ترلاسه کړې خزانې او جواهرو ته په پام سره یې په ښکاره څه غبرګون و نه ښود.

کله چې خبرې اترې پای ته ورسېدې او محمدشاه رخصت شو، نو نادر، ذکي خان ته سختې سپکې سپورې وکړې او زیاته یې کړه چې ولې دې زما له غمیو او ګرانبیه جواهرو ډکه خولۍ د محمدشاه له ساده پاده پګړې سره بدله کړه؟ ذکي خان په ډېرې کمینۍ سره له خپل سلطان، نادر افشار نه هیله وکړه چې لطفاً پګړۍ پرانېزئ و وګورئ چې په هغې کې څه شی پټ دی. کله چې نادر د محمدشاه پګړۍ پرانیسته، نو د هغې په ول کې یې د «کوه نور» الماس وموند. د الماس په لیدو سره نادر ډېر خوشاله شو او ذکي خان ته یې مخ ورواړاوه: زه ستا چلند هک پک کړم چې میرزا مهدي څنګه کولی شي داسې یو بې مانا کار وکړي. په دې توګه د «کوه نور» څو زره کلن یون دا ځل د څو کلونو له پاره د نادر افشار په دربار کې تم شو.

نادر افشار د ۱۱۶۰ سپوږمیز کال د دویمې خور (جمادی الثانی) پر یوولسمه د یکشنبې په شپه قوچان ته څرمه د فتح اباد په سیمه کې د څلورو یاغیانو له خوا ووژل شو. د پېښی خبر ډېر ژر احمدخان (احمدشاه ابدالی) ته چې د نادر افشار د دارالسلطنت د یوه ساتندویه ټولګي مشري یې په غاړه وه، ورسول شو. احمدخان د څلور زره کندهاري سرتېرو او یو شمېر اوزبکو او تورکمنو سپرو په ملتیا په چټکۍ سره ځان د نادر حرامسرای ته ورساوه، تر سهاره د افشارو او قزلباشو یاغيانو پرخلاف وجنګېد او د نادر کورنۍ او خزانه یې د یاغیانو له لوټ او تالان نه وژغورله.

له دې پېښی یوه ورځ وروسته د نادر افشار کونډې ملکې د احمدخان ابدالي له مېړانې او سرښندنې نه د مننې په توګه دوه الماسه چې «کوه نور» او «دریای نور» نومېدل هغه ته ډالۍ کړل. ابدالي احمد شاه دغه الماس چې د پاچاهۍ د واک او برم نښه ګڼل کېدل د خپل ژوند تر پایه د ځانګړو غمیو او جواهرو په خزانه کې ساتل.

د احمدخان ملګرو او ابدالي سردارانو «کوه نور» الماس د «دُر دُران»، یانې «د مرغلرو مرغلره» په نامه یادول او څرنګه چې هغو اوس په اعلیحضرت احمدشاه پورې اړه درلوده، نو د در دران لقب یې پخپله ابدالي احمدخان ته ورکړ. وروسته بیا پر ۱۱۷۵ سپوږمیز کال د «دُر دُران» لقب په سلطنتي مهر کې هم وکېندل شو.

د اعلیحضرت احمدشاه له مړینې وروسته دراني تیمورشاه د خپل ټوله خزانه له خپل کشر ورور سلیمان نه ترلاسه کړه. ویل کیږي چې تیمورشاه به کوه نور الماس پر ښي مټ او فخراج بی نظیر به يې پر کیڼ مټ تاړه او پر نورو جواهرو او ګرانبیه غمیو یې خپل پاچاهي خول او پګړۍ ښکلې کړې وه. (۳)

د تیمورشاه له مړینې وروسته د کوه نور الماسو ځواک او ښکلا بښوونکی وار د هغه زوی اعلیحضرت زمانشاه ته ورسېد چې د ۱۲۱۶ سپوږمیز کال د صفرې تر میاشتې په ننګرهار کې د ملا عاشق الله شینواري تر کوره ورسره ملګري وو. زمانشاه چې په پېښور کې خپل ورور شاه شجاع ته د ورتګ په لار کې په شینوارو کې د عاشق الله په کور کې کلابند شو، نو د تربور لاس ته د نه ورتلو په نیت یې دغه الماس له ځینو نورو جواهرو سره یوځای د نوموړي ملا د کور د دیوال په یوه سوري کې پټ کړل. په دې توګه «کوه نور» د دراني شاه محمود د لومړي ځل واکمنۍ څه ناڅه څوارلس میاشتې بې خاونده تېرې کړې.

د ۱۲۱۸ سپوږمیز کال په ربیع الثانی کې شاه محمود له واکه راوپرځول او پرځای یې د زمانشاه ورور شاه شجاع واکمني ترلاسه کړه. شاه شجاع بې له ځنډه خپل کسان شینوارو ته واستول چې د زمانشاه له نښو نښانو سره سم د کوه نور الماس د ملا عاشق الله له کوره راوړي. په دې ډول کوه نور الماس اوس د یوه بیخي نوي خاوند لاس ته ورغلل. شاه شجاع چې به د خپلې لومړۍ پلا واکمنۍ پر مهال هر چېرته سفر کاوه، نو دغه الماس به یې له ځانه سره وړل.

د شاه شجاع لاس ته د «کوه نور» تر ورسېدو پورې هیڅ پاچا هم د هغه بڼې او ډول ته بدلون نه و ورکړی. خو شاه شجاع دغه الماس چې وزن یې ۷۹۳ قیراطه یاد شوی، د یوه ایټالوي جواهر جوړوونکي هورتېنزیو بورجیو په لاس وتوږل. خو د ایټالوي جواهر جوړوونکي کار د شاه شجاع خوښ نه شو او د دې پرځای چې هغه ته حق الزحمه ورکړي، برعکس نوموړی یې زر روپۍ جریمه کړ. (۴)

خو د دراني شاه محمود په کوه نور او نورو الماسو کې برخه نه وه او له دویم ځل واکمنېدو مخکې لا ترې شاه شجاع هغه کشمیر او لاهور ته وتښتول. رنجیت سنګ چې پر ۱۲۱۲ سپوږمیز کال د شاه شجاع د ورور شاه زمان له خوا د پنجاب د والي په توګه ګومارل شوی و او څو کلونه یې دغه دنده د افغان دولت د والي په توګه سرته رسوله، په کابل کې د دراني واکمنو له تربګنۍ نه په ګټې اخیستنې سره یې دغه مهال پنجاب تر خپلې ولکې لاندې راوستی و. رنجیت سنګ لاهور ته د شاه شجاع په ورتلو سره د نوموړي تود هرکلی وکړ، خو په زړه کې یې پتېېلې وه چې «کوه نور» به څنګه ترې تر ګوتو کوي.

رنجیت سنګ په ډېرې ځیرکۍ سره شاه شجاع او د هغه مېرمن وفا بیګم ته چې د زمانشاه د لومړي وزیر وفادار خان سدوزي لور وه، په جلا جلا حرمسرایونو کې ځای ورکړ. سیک مشر په پېل کې هڅه وکړه چې د «کوه نور» الماسو د ارزښت د مالومولو په پلمه ځان د هغو له شته والي نه ډاډه کړي. او کله چې پر دې پوه شو چې الماس له ملکې وفابیګم سره دي، نو د هغو د ترلاسه کولو په موخه یې پر شاه شجاع فشارونه زیات کړل.

رنجیت سنګ له څو پرله پسي هڅو وروسته پر دې پوه شو چې په اسانۍ سره نه شي کولی د «کوه نور» خاوند شي. هماغه و چې فقیر عزیزالدین (رضا) یې چې د زمانشاه له خوا د هغه د واکمنۍ پرمهال د پنجاب د قاضی القضاة په توګه ګومارل شوی و له ګربخش سنګ او خوشال سنګ سره یوځای شاه شجاع ته ورولېږل. خو شاه شجاع د دغو منځګړو او «واسطې» مخ ته هم و نه کتل او هغوی یې تش لاس بېرته ولېږل. په پاي کې رنجیت سنګ اړ شو چې پخپله، شاه شجاع ته ورشي او د الماسو غوښتنه تې وکړي. کله چې یې د افغان راپرځول شوي امیر له خولې د «نه» ځواب واورېد، نو رنجیت سنګ د هغه کوچني زوی شهزاده محمد تیمور ته امر وکړ چې یوه درنه نورپیا (زینه) په سره ګرمۍ کې څو ځلې بام ته پورته او بېرته راښکته کړي.

ښاغلی عزیزالدین پوپلزی لیکي چې په دې ترڅ کې د هند بریتانوي واکمن لارد اکلند هم رنجیت سنګ ته نقل ورکړ چې شاه شجاع ته ووایي چې انګریزان چمتو دي نوموړی له دغې تنګلاسۍ نه وژغوري او بېرته یې په کابل کې پر پلاز کېنوي. خو شرط یې دا دی چې شاه شجاع ورته «کوه نور»

وروسپاري.(۵) رنجیت سنګ، شاه شجاع ته د دغه پېغام له رسولو سره پر یوه وخت، خپل استازی مکهم چند، ملکې وفابیګم ته ورولېږه او له هغې یې وغوښتل چې د شاه شجاع له امر سره سم کوه نور الماس ده ته وسپاري. هماغه وو چې وفابیګم هم د خپل مېړه خبرې ته د درناوي له مخې هغه الماس نوموړي ته وسپارل او په دې توګه «رڼا غر» یا کوه نور الماس یو ځل بیا د یوه نوي خاوند په چوپړ کې شول.

کله چې بریتانویانو پر ۱۲۶۳ سپوږمیز کال په پنجاب کې د سیکانو واکمني پای ته ورسوله، نو د ډېرو نورو ګرابېه توکو او خزانې تر څنکه یې «کوه نور» الماس هم ترلاسه کړل. د هند بریتانوي واکمن د دوو انګلیسي افسرانو په لاس دغه الماس د ۱۲۶۴ سپوږمیز کال د رجب پر ۲۲ په لندن کې ملکې ویکتوریا ته ډالۍ کړل.

په دې توګه «کوه نور» الماسو د اسطورو او افسانو د مزل له وهلو او د هند، پارس، افغان او پنجاب واکمنو د خوږو ترخو له ګاللو وروسته پخپل کوډګر برخلیک سره ځان د بریتانیا د ملکې تر پلاز او خول پورې ورساوه. خو د «دریای نور» او «فخراج بی نظیر» برخلیک تر اوسه لا هم تر ایرو لاندې دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخځ:
۱ ـ فوفلزائی، عزیزالدین وکیلی: بمناسبت دوصدوبیست و هفتمین سال ولادت اعلیحضرت تیمورشاه درانی، پسر اول و ولیعهد اعلیحضرت احمدشاه دُرانی….. نشر کرده تاریخ ټولنه (انجمن تاریخ)، ۱۳۴۶ کال، جلد دوم، طبع دوم،صفحه ۵۳۴
۲ ـ پورتنی اخځ، ۵۳۴ مخ
۳ ـ پورتنی اخځ، ۵۳۷ مخ
۴ ـ پورتنی اخځ، ۵۵۳۸ مخ
۵ ـ پورتنی اخځ، ۵۳۹ ـ ۵۴۰ مخونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب