Homeخبرونههرات کې د یوناما په دفتر برید شوی

هرات کې د یوناما په دفتر برید شوی

تاند (جمعه د اسد ۸مه) په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ولایتي دفتر په ودانۍ برید شوی دی.

یوناما نن جمعه/ د اسد ۸مه/ د یو ې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او یو شمېر نور پولیس افسران ژوبل شوي‌ دي.

د اعلامیې له مخې، برید «د حکومت ضد عناصرو» کړی دی. معمولآ په دا ډول اعلامیو کې وسله وال طالبان د «حکومت ضد عناصر» بلل کیږي.

ملګري ملتونه وايي، په هرات کې چې په کومه سیمه کې د یوناما دفتر دی، نن د افغان پوځ او وسله والو طالبانو تر منځ د سختې جګړې شاهده وه.

په اعلامیه کې راغلي، «ملګري ملتونه په سملاسي توګه د برید په اړه د یو بشپړ انځور دترلاسه کولو په لټه کې دی او په همدې موخه  له ښکلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.»

د یوناما مشرې دیبورا لاینز دغه برید ډېر خواشینوونکی بللی او د وژل شوي افسر کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله کړې.

هغې زیاته کړې، «د ملګرو ملتونو په ضد برید د منلو نه دی او موږ یې په کلکه غندو. د وژل شوي افسر د کورنۍ سره خواخوږي ‌ښکاره کوو او ټپي شویو ته عاجله روغتیا غواړو.»

ملګري ملتونه وايي په دې برید کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.

دیبورا لاینز زیاته کړې، «ددغه برید ترسره کوونکي باید وپیژندل شي او حساب ته را کاږل شي. د ملګرو ملتونو پر ملکي کارکوونکو او دفتر برید د نړیوال قانون پراساس منع دی او کیدی شي جنګي جرم وبلل شي.»

د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې  ملګري ملتونه یو ملکي سازمان دی چې د سولې د هڅو پر ملاتړ، د ټولو افغانانو د حقونو پر بهتره کېدو او د بشر دوستانه او پرمختیايي مرستو په ترسره کولو تمرکز لري.

یوناما د افغانستان د محافظت عامه ادارې څخه مننه کړې چې د یوناما دفتر یې له برید څخه ژغورلی دی.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې د یوناما دفتر خوندي دی او هېڅ ستونزه ورته متوجه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...