یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهغني: که طالبان مذاکراتو ته حاضر نشي، جګړه کې به یې ګونډې...

غني: که طالبان مذاکراتو ته حاضر نشي، جګړه کې به یې ګونډې ور ماتې کړم

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۱) افغان ولسمشر غني نن د ملي شورا فوق العاده غونډې ته د خبرو پر مهال وویل ،افغانستان له یوه بې مخینې جګړې سره مخ دی.

هغه زیاه کړه، چې افغان ځواکونه منظم دي او د یوه داسې پلان عملي کول پیل شوي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې استقرار رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري.

هغه وویل، د روانې جګړې تر شا نړیوالې ترهګرې ډلې، قاچاقبران، د سیمې استخبارات او ککړې مفکورې دي، چې دا جګړه یې سخته او پېچلې کړي ده نو له همدې امله هر افغان ته په کار ده، چې د دې نارواوو پر وړاندې ودرېږي.

ولسمشرغني یو ځل بیا وویل، چې طالبان په سوله باور نه لري او دوی هڅه کوي دغه هېواد د نیابتي جګړې پر ډګر بدل کړي او افغانستان پر نورو پورې وتړي څو دلته تیارې راولي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې سوله یې لومړیتوب دی خو هېواد له یوې خوا له بهرنیو او کورنیو تلبیغاتو سره مخ دی او له بلې خوا د سولې پر وړاندې د طالبانو مقاومت افغان پوځ اړ کړی چې د جګړې پر ډګر تمرکز ډېر کړي.

هغه زیاته کړه چې یا به طالبان د مذاکرې پر مېز ورسره کېني او یا به یې د جګړې په ډګر کې ګونډې ماتې کړي.

ولسمشر غني  د ملي شورا پر غړو هم غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې تر نورو ټولو ګټو د هېواد او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او په افغانستان کې د روانې پردۍ جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب