یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهقریشي، د داعش په اړه خپلې خبرې اصلاح کړې

قریشي، د داعش په اړه خپلې خبرې اصلاح کړې

تاند(دوشنبه، د اسد۱۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپلې مخکینۍ څرګندونې اصلاح کړې، ویې ویل چې د افغانستان حکومت، طالبان او ایران نه غواړي چې داعش ډله په افغانستان کې پراخه شي.

قریشي پرون / یکشنبه په ملتان ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان ځواکونه دا توان لري چې په افغانستان کې له داعش سره مبارزه وکړي.

«هیڅوک نه غواړي چې داعش وده وکړي، د افغانستان حکومت نه غواړي، طالبان نه غواړي، ایران یې نه غواړي، نور ګاونډیان یې نه غواړي او نړیواله ټولنه یې هم نه غواړي.»

ده دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د داعش غړي له عراق، لیبیا او سوریې څخه افغانستان ته روان دي.

تر دې وړاندې قریشي ویلي و چې طالبان په افغانستان کې داعش ته اجازه نه ورکوي. د قریشي دا خبره د ده سیاسي تېروتنه بلل شوې وه چې د طالبانو په استازیتوب خبرې کوي او دا ډله سر له اوسه په رسمیت پېژني.

خو پرون ده خپلې خبرې واړولې، لومړی یې د افغانستان د رسمي حکومت یادونه وکړه، ویې ویل «که دوی (داعش) افغانستان ته راروان وي، دا باید د چا مسوولیت وي چې ویې څاري؟ دا د افغانستان د حکومت مسوولیت دی!»

ده زیاته کړه«هیله لرم چې دوی (افغان حکومت) به د خپل مسوولیت په وړاندې بې غوري ونه کړي.»

1 COMMENT

  1. دا ټول تروریستان همدا د پاکستان پوځ یوًشمېر مشران او په نامه اسلامپالان له يوه هېواده بل ته انتقالوي. د پاکستان پوځ د نړۍ په سطح پلورل شوي ملېشې دي. هر چېرې چې ضرورت وي دوی د پیسو په مقابل کې ځان ور رسوي او نوم هم ورته ورکوي د جهاد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب