یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ۲۰۳۰ کال اجنډا / یونس تنویر

د ۲۰۳۰ کال اجنډا / یونس تنویر

په افغانستان کې دا نیمه پېړۍ وشوه، چې بد مرغه جګړه را روانه ده. له دې جکړې هر کس متضرره شوی دی، مګر ددغې جګړې زیاتره متضررې؛ ښځې او ماشومان دي. افغانستان چې کله د نړیوالې ټولنې سره مشترکات پیدا کړل ، نو دا د افغان ولس لپاره یوه ښه فرصت و؛ ځکه چې نړیواله ټولنه د ځینو پراختیایي موخو لپاره اهداف او شاخصونه لري.  دغه شاخصونو د نړۍ بدلون و. ددغې اجنډا شعار دا و:  ((زموږ شعار د نړۍ بدلون دی))[1]. دا شعار د ملګرو ملتونو د یو سلو دری نوي استازو او مشرانو تایید او دې ته یې د پنځلس کلنې اجنډا نوم ورکړ.

یانې افغانستان ددې اجنډا د یوه غړي په توګه پکې شامل دی، او ددغې برنامې د موخو لپاره کار کوي. دغه موخې چې پنځه کالونه یې وتلي دي، افغان دولت ترې څومره ولسونو ته ګټه رسولې ده؟

مګر په افغانستان کې ددغو اهدافو مشري د اقتصاد وزارت پر غاړه ده او څومره هڅې یې ورته کړې دي؟

په اوسنیو وختونو کې ډاکټر کریمه حامد فاریابي و دغو اهدافو د پلي کولو لپاره ښایسته زیاته هڅه شروع کړې ده.

ددغو اهدافو د پیاوړتیا لپاره مسوولې ادارې، همکارې ادارې، موخه یې ، ټارکیټ او د شاخصونو شمېر یې ټاکلی، چې باید و دغو اهدافو ته ځان ورسوو.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د پورته اجنډا په ټاکلوه دوه کاله بحثونه وشول. اخیر یې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۳۰ کاله پورې، چې پوره پنځلس کاله کیږي، د پایدارې پرمختیا موخې (SDGs) چې د اولسو نړیوال او ۱۶۹ مشخصې موخې لري وټاکل شوه. یانې دا اجنډا د ۱۹۳ هیوادونو مشرانو له خوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې تایید شوه. دا اجنډا د هغو اهداف درلودونکې ده، چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د یوه مشترک اقتصادي نوعیت لپاره کار کوي. تر څو عام ولسونو ته د ژوند بسیاینه رامنځته کړي.

یانې ددې اهدافو موخه په اصل کې د نړۍ د اکثرو هیوادونو ۱۵ کلن کاري پلان دی. دا پلان په ۲۰۱۵ کې پیل شو او  په ۲۰۳۰ کې به پای ومومي. یانې دا پلان د یو څو مشخصو اهدافو لپاره دی، چې هغه پوهنه، بې وزلي ختمول، انسانان له لوږې خلاصول، مارکیټ رامنځته کول، سمون، اقلیمي بدلون سره مبارزه، د بحرونو او ځنګلونو ساتنه او روغتیا… پکې شامله ده.

نړیوالې ټولنې د اقتصادي تړون لپاره بېلابېلې اجنډاوې جوړوي او په ځان بسیا اقتصاد رامنځته کولو لپاره هڅې کوي. ددې اجنډا نه وړاندې د ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې MDGs پنځلس کلن پلان و. ددې پلان په ختمیدو سره د  SDGs پنځلس کلن پلان رامنځته شو. دا د نړیوال سیستم په اقتصادي لحاظ یو ښه تړون دی. چې بې وزلي بیخي له منځه وړي. یانې دغه اجنډا د یوه هیواد لپاره یوه اقتصادي ارزښت دی. سي ډي جي ایس پلان د ایس ډي جي ایس له پلان ډیر کمزوری و. یانې لومړني پلان اته موخې درلودې، مګر په هغو هیوادنو کې پلې کیده، چې وروسته پاتې به ول، مګر ددې پلان سیمه او اهداف ډیر لوی دی. یانې دغه اجنډا په هر ډول شرایطو کې د پلی کیدو وړ ده. دا اجنډا اولس موخې لري،  چې په لاندې ډول به یې معرفي کړو:

۱ـ  فقر په ټوله مانا ورکول.

۲ـ  لوږه له منځه وړل

۳ـ  روغ ژوند(صحتمندي)

۴ـ  په لوړ کیفیت ښوونه او روزنه

۵ـ  جنسیتي تساوي او د ښځو پیاوړتیا

۶ـ پاکې او مصوونې اوبه

۷ـ  بريښنایي انرژي

۸ـ  اقتصادي رشد او مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول

۹ ـ  د صنعت نوښت او  زیربناوې

۱۰ـ د ناانډولي له منځه وړل

۱۱ـ پایداره ټولنه او د ښارونو پیاوړتیا

۱۲ـ تولید او مسوولانه مصرف

۱۳ـ اقلیمي بدلون سره مبارزه

۱۴ـ  د ځمکې پرمخ ښه ژوند کول

۱۵ـ سوله، عدالت او پیاوړي بنسټونه رامنځته کول

۱۶ـ  سمون

۱۷ـ د اهدافو لپاره همغږي

د دغو پورته اولسو ملي اهدافو او شاخصونو ټارکیټ د اقتصاد وزارت دنده ده، چې ددې لپاره سیمه ییزه برابري رامنځته کړي. پایښت لرونکې پراختیایې موخې له پېل څخه د تلپاتې پاېلو د ترلاسه کولو لپاره طرحه شوې دي. دا په دې مانا ده، چې دغه اهداف پداسې ډول پلان شوي دي، چې د افغان وګړو اوږد مهاله ګټو ته  لاره هواره کړي.

کله چې د پراختیایي اهدافو  د پاېلو په اړه خبرې کوو، دا هغو مثبتو بدلونونو ته اشاره ده، چې یو هیواد وګړي له فقره ژغوري. د نوموړو پاېلو د څرګندولو لپاره، چې په حقیقت کې تر لاسه شوې دي، اقتصاد وزارت د هرې پروژې د پرمختګ تر لاسه شوي بهیر په دوامداره توګه څارلی دی. او وروسته بیا د پروژې په پاې کې له نړېوالو معیارونو سره سم په مفصل ډول سره ارزول کیږي.

د سترو پراختیايي هڅو ملاتړ، چې د نړېوالې ټولنې په مرسته شوی دی. اقتصاد وزارت په پوره پام افغان وګړ ته یې فرصتونه مهیا کړي دي.  او افغان دولت په اوسني وخت کې  کابو د پام وړ پرمختګ کړی دی. یانې که جګړ نه وي سیستم جوړ دی او ددغو اهدافو یوه موخه وګړو ته سوله او امنیت دی. او په ادارو کې اصلاحات رامنځته کول یو بله موخه ده. یانې په ځانګړې توګه د زده کړې او روزنې، حفظ الصحې او بریښنا او اوبو، د مرکزي او ولایتي دولتي ادارو د سازماني ظرفیت د لوړولو او ښې حکومتولۍ په برخو کې رامنځته شوې دي. افغانستان کې د اکثره ټولنو د ژوند د کیفیت کچه د پام وړ وده کړې ده. اوسمهال شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي بنسټیزو روغتیايي چوپړتیاو ته لاسرسی لري.[2]

د افغانستان دولت سازماني جوړښتونه او چوپړتیاوې په تدریج سره وده کوي، مګر له ډېرېدونکې تقاضا او شراېطو سره د سمون په وړتیا؛ اقتصاد وزارت کار کوي. دولت پدې بریالی شوی دی، ترڅو د بودیجې په تمویل کې خپله ونډه ۴۵ سلنې ته لوړه کړي.[3] سره له دې، دولت د پلان جوړولو، پلي کولو او ښې حکومتولۍ په اړه بېلابېلې هڅې کوي. او د زیربنا په ساتلو کې کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. اقتصاد وزارت په دغو ټولو پلانونو کې شریک دی.

اقتصاد وزارت په خپلو راپورونو کې یادونه کړې، چې له اقتصادي پلوه، افغانستان د پراختیا سترې وړتیاوې لري، ځکه چې دغه هېواد ډېر اوم توکي (د نړۍ د مسو تر ټولو لویه زیرمه او همداراز تېل، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره، لیتیم، طلا، قیمتي ډبرې) لري او له نظري پلوه له نویو کېدونکو سرچینو څخه د خورا ډېرې انرژۍ د تولیدولو وړتیا لري. همداراز که چېرې د سیمه اییز ادغام هڅې نورې هم پرمختګ وکړي، افغانستان به په راتلونکي کې په لوجستیکي مرکز باندې بدل شي. کرنیزه پراختیا اوسمهال د اقتصادي ودې تر ټولو مهم محرک دی. او د افغانستان حکومت له همدې امله د کرنې سکتور ته ډېره پاملرنه کوي. د زیربناو له پراختیا سره ځینې بریالیتوبونه هم ترلاسه شوي دي. خو بیا هم، د بې ثباته امنیتي وضعیت له کبله په دې برخه کې ډېره لږه افغان خصوصي یا نړېواله پانګه اچونه تر سره شوی ده.

د هیواد د اقتصاد وزیره ډاکټر کریمه حامد فاریابي ویلي دي، چې  ((افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون پواسطه خورا اغیزمن کیږي))[4] له همدې امله د افغانستان ټول وضعیت لا ډېر ستونزمن کیږي. د دې سربېره، په هېواد کې د اقلیم د بدلون او د جمعیت د چټکې ودې له امله، د اوبو، نورو طبیعي سرچینو او ځمکې پر سر شخړې مخ په ډېرېدو دي. راتلونکی لپاره د مثبتو اقتصادي او سیاسي هیلو څخه پرته، خرابېدونکي امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د اکثرو افغانانو ترمنځ د سترو اندیښنو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.

اکثره ارزونې بشري حقونو ته د درناوې ترڅنګ موجودو نیمګړتیاو ته اشاره کوي، د مېرمنو د حقونو په برخه کې خورا محدود پرمختګ، له ښوونځېو څخه د وتلو لوړه کچه، په ښوونځي کې د انجونو د شاملېدو ټیټه کچه، د دوامداره بېسوادۍ لوړه کچه او د افغانستان په حکومت کې خورا ناکافي اقتصادي وده او اداري فساد.دا ټول لامل شوي، چې د هیواد ابادي د زیات خنډ سره مخامخ کړي. د تلپاتې سولې او اقتصادي بډاینې په هیله.

اخځلیکونه:

۱ـ اهداف انکشاف پایدار افغانستان.(مسوده) وزارت اقتصاد. ۱۳۹۸. www.moec.gov.af

۲ـ دهکده مجله( ارکان نشراتی وزارت احیا و انکشاف دهات ۱۳۹۶ . مسلسله ګڼه

۳ـ د مالیې وزارت ویبپاڼه. د اطلاعاتو بانک. https://www.mof.gov.af/

۴ـ  د اقتصاد وزارت فیسبوک پاڼه. Ministry of Economy, Afghanistan

[1] اهداف انکشاف پایدار، راپور

[2] دهکده مجلې ۱۳۹۶/ مسلسله ګڼه

[3] مالیې وزارت ویب پاڼه

[4] د اقتصاد وزارت فیسبوک پاڼه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب