یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: طالب دې سوله وکړي کنه زنګون به يې مات کړم

غني: طالب دې سوله وکړي کنه زنګون به يې مات کړم

تاند(دوشنبه، اسد١١) – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې ناسته کې وسله والو طالبانو ته خبرادارى ورکړ.

هغه وویل، کمزوری چنار نه دى چې باد به يې ملا ور ماته کړي.

غني زیاته کړه: “طالبان به يا زنګون په زنګون راسره مذاکراتو ته کېني او يا به يې زنګنونه ماتوم.”

ولسمشر محمد اشرف غني زياتوي: “موږ له بې سارې ترهګرۍ سره مخامخ یو، طالب اوس پخوانی طالب نه دي ځکه چې له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې نه کړې بلکې ورسره یې قوي کړې او بشر دوستانه حقوقو ته یې پاملرنه ونه کړه په خبریالانو، مدني فعالانو باندې بریدونه پيل کړل. اوس مهال داسې ډلې سره مخ یو چې د نړۍ په کچه د نشه يي توکو ستر قاچاقبران دي.

طالبان به په دې حملو کې مات او د افغانستان امنیتي ځواکونه او ولس به بریا ته رسېږي او ټول چمتووالی نیول شوی چې په شپږو میاشتو کې استقرار ته ورسېږو.”

ولسمشر وايي، افغان حکومت د عادلانه او دوامداره سولې لپاره لا هم هلې ځلې کوي خو که پر جګړې ټينګار کېږي نو د خپل ولس د دفاع لپاره چمتوالى لري.

هغه وړاندې وویل:” ایا د دې اجازه ورکوو چې د اکوړې خټک منحرفه مدرسه زموږ برخلیک وټاکي؟ نه! هېڅکله ورته اجازه نه ورکو.”

ښاغلى غني وايي: “طالبان سولې ته ژمن نه دي او ټول هېواد د طالبانو د کرکې، جنګ او وحشت لیدونکى دى. مونږ پر ملي وحدت راڅرخو او راتلونکي ته هیله من اوسېدل غواړو.”

د ولسمشر غني د وينا په پاى کې د ملي شورا دواړو جرګو د نننۍ ځانګړې غونډې پرېکړه لیک هم خپور کړ.

په پرېکړه ليک کې راغلي:” د دواړو خونو غړي د رايو په اکثريت د جمهوریت، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په هېواد کې د رښتینې او تلپاتې سولې غوڅ او بیا ځلي ملاتړ کوي.”

ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال ملي شورا ته ځانګړې وينا وکړه چې د هېواد په زيات شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب