یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ياري په جواري او کلي په زور نه کيږي

ياري په جواري او کلي په زور نه کيږي

ليکنه عبدالوحيد وحيد

بدبختانه، د سياست څرخونه مو د ولس د هيلو او د هيواد د ګټو په محور نه، بلکې له ملي ګټو سره په بشپړ تقابل کې  په تشو ژمنو، شعارونو او پيغامونو را څرخيږي. حکومت له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په نوم غونډې جوړوي او لاريونونه کوي، خو هير يې ده چې د نظام او امنیتي ځواکونه ملاتړ د دغو فرمايشي غونډو په پرتله د سولې په چوکاټ کې په ښه توګه کولاى شو. ملت پوهيږي چې که د غونډو دغه نوښتګر کله هم له واک څخه لرې شي، نو نه يوازې بل هېواد ته به ځي، بلکې د نظام د خرابولو هڅه به هم وکړي، خو ملت به دلته پاتې وي او د ناورين د مخنیوي په موخه به د نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. زه نظام ته په نظام کې د ننه ګواښونه له بهرنیو ګواښونو څخه جدي او خطرناک ګڼم.

ملت مو د جګړو  په لمبو کې سوځي،  کورونه ورڅخه پاتې کيږي او ډيرى له شنه اسمان لاندې ورځې او شپې تيروي هيواد مو کنډواله کيږي او مونږ ورته د بيوسۍ په سترګو ګورو. طالبان ولس ته اعلاميې خپروي چې د هغوى تر مديريت لاندې سيمو کې ميشت خلک به نه ځوريږول کيږي ، خو په ډيرو مواردو کې واقعيتونه بل شان دي. په ځینو سیمو کې د عمل په ډګر کې د خبرو او کړنو ترمنځ ټکر مشهود دي او کړنې يې ځوروونکى انځور وړاندي کوي.

ولسمشر غني په بهرنئ نړۍ کې د افغانستان د ګټو ښه استازيتوب، له نړيوالو سره مفاهمه، په انګليسي ژبه  ښې خبرې، ښه استدلال، د اقتصادي بنسټونو د پرمختګ لپاره پلان او د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کولاى شي، خو   کورنۍ تګلاره يې ناکامه ده. هر وخت د تزلزل او تذبذب ښکار وي. کار اهل کار ته نشي سپارلى . په لوړو ملي پوستونو باندي داسې اشخاص ګمارل شوي دي چې د ملت په فکري لومړيتوبونو نه پوهېږي. د فساد په وړاندي مبارزه يې د سليقو پربنسټ ده.

د جامع او هراړخیز پلان په تياري کې پاتي راتلل او له نظام سره د واک تړل يې ستره نيمګړتيا ده. د سولې په تړاو په هر بنسټ د طالبانو او سولې د سرسختو مخالفینو په ګمارلو باندې تمرکز کول سولې ته په رسيدو کې ستونځه جوړوي. د چاپلوسانو لخوا د مخالفينو د ځپلو شعارونو د ولسواليو د بيرته نيولو چيغو، د نمايشي حمايتي غونډو جوړولو او د زيات شمير مخالفينو د وژلو په اعلاناتو باندي د ولسمشر غني ته اوسنى وضعیت سرچپه شودل کيږي.

د نظر له خاوندانو سره د سلا او مشورو پر ځاى په پخوانيو جنګسالاران نا مسئولو توپکوال د جګړو ډګر ته را ايستل د ولسمشر هغه غلطي ده چې بوږنوونکې پايله به ولري. حکومت په ټوليزه توګه د عيني واقعيتونو د درک او اړينو پريکړو کولو پرځاى د چاپلوسانو د لاسونو په پړکا د ملي حمايت حساب کوي.

طالبان د ولسواليو نيولو او د هغوى په اصطلاح فتوحاتو او لاس ته ورغليو امکاناتو هک پک کړي دي. نه پوهیږي چې اوس څه پرې وکړي. بس د جنګي جنون ويروس يې مغزو ته ننوتى دى. شاته  نه ګوري چې وژل شوي خلک څوک وو؟ څوک يې تسليم کړل؟ او کوم هيواد يې فتحه کړ؟ په ځينو سيمو کې د هغوى د افرادو لخوا د ناوړه کړنو ترسره کول  د تأسف وړ خبره ده. هغوى د ستونځو عمق ته د تلو پرځاى  په خپلو افرادو باندي د لګول شويو تورونو په ردولو  بسنه کوي. جګړه کولاى شي خو د سياست په ډګر کې پاتې راغلل.  د اوسنيو شرايطو کې په حساسیت نه پوهېږي.

قطر ميشتي طالبان اوس د نړۍ او نړيوالو په خبرو باندي پوهيدلي دي چې د زور له لارې د واک ترلاسه کول به ورته خورا بوږنونکې پايلې ولري. په نړيواله کچه د طالبانو د انزوا د کورنيو جګړو د پيل او د افغانستان د تباهي لامل ګرزيداى شي. ستونځه دلته ده چې د قطر د سياسي دفتر مشرانو او د جګړو په ډګر کې د جنګيدونکو طالبانو ترمنځ فکري توپيرونه  د سولې پروسه پيچلتيا ته بيايي.

که مونږ غواړو چې افغانستان د تل لپاره یو متمدن هیواد وګرزوو، نو د توپک د شپيلۍ په زور به د واک ترلاسه کولو خونړۍ لاره به بندوو. واک ترلاسه کول به د داسې قانون له مخې وي چې د اسلامي اساسي ارزښتونو ترڅنګ د بیان ازادي ، د ټول ټاکنو له لارې د ولسي ارادو تمثیل، مشارکت او بشري حقونو ته درناوى پکې شتون ولري.  د توپک په ماشه واک ته رسيدلي خلک يوازې دومره کار کولاى شي چې دغه هېواد له يوه ناورين څخه بل ته وليږدوي

د تيرو څلورو لسيزو مشاهدو او تجربو څخه مې دومره زده  کړي چې کلي په زور نه کېږي، ياري په جواري نه کيږي، سوله د توپک له شپيلئ نه راوزي  کورني بغاوتونه په وژلو نه حل کېږي. ورور د ورور په مقابل کې جنګیدل او جنګول که مجبوريت هم وي، خو په هيڅ ډول د وياړ وړتیا نلري.

د جګړو په دوام کې بيګناه انسانان  سرونه خورې خو ګټې یې د هغو خلکو په برخه وى چې له انسان له غوښو څخه ګټل شوى ډوډۍ يې خوراک، د معصومو ماشومانو وینه يې عائداتي سرچينه او  د انبار شويو انساني جسدونو له نندارې څخه خوند اخلي. جګړه  له نفرتونو، کرکو، ویرونو، ساندو، ماتمونو او دردونو پرته بل څه نه زیږوي.  تعجب ده چې د بدو خلکو بد ژوند او بد مرګ د تاريخ په سينه کې ثبت دى، خو بد خلک بيا هم ورباندي سترګې پټوي. د لسګونو مليونه انسانانو له قاتلينو لکه نيپولين، هټلر، چنګيز او هلاکو څخه د هغوى خپل خلک هم نفرت کوي. ښه نوم نلري او مرګونه يې په بد حالت کې وو.

سوله د افغان ولس یوازنئ هيله ده. سوله همت، حکمت او پياوړي اراده غواړي. خورا اړينه ده چې حکومت وسلوالو مخالفینو ته د  ګواښونو او جګړو ته د زور ورکولو له لارې نه بلکې د راکړې ورکړې  په فرمول د سولې پروسه پرمخ بوزي. نظام باید په هر حال خوندي او سوله باید تضمین شي. که طالبان  د خپل راتلونکي رول په اړه فکر کوي، نو جګړه د ولسواليو او ولايتونو سقوط يې قطعاً حل لاره نه ده، بلکې فاجعه زيږوونکې ده.

که د سولې لپاره د پلان په جوړولو د ځنګل قانون پلئ کيږي او يا هم په يوه او بله بانه د خپلې ډلې لپاره امتیازات غوښتل کېږي، نو په يقين سره وايم چې دغه وړئ نه شړئ کيږي. بيا وړانديز دادى چې دواړه لوري خپلې غوښتنې په دقیقه او مشخصه توګه د مبهمو الفاظو کارولو پرته دريمګړي منصفه هيئت ته د پريکړې له مطلق واک سره وسپاري.

تیرو څلورو لسیزو  جګړو د افغان ولس د زړه زور اوبه کړى دى. هر هغه څوک چې په لوی لاس ددې جګړې اوږدول غواړي، باید وپوهیږي چې دغه جګړې نه يوازې انساني ارزښتونه له منځه وړي، بلکې لرې نه ده چې ددې دوزخي اور لمبې یې د کور په انګړ کې هم را تاو شي.

که د تاریخ پاڼه راواړوو او د وژونکو له بد انجام څخه زده کړه وکړو، یو پوهيږو چې جګړې برياوې نه راوړي، بلکې د يو بل  منل، بښل او سوله ايزه انګېزه د ژوند موخه ګرزول برياوې راوړي.  د ختيځ او لويديځ المان يو کيدل، د جنوبي افریقا تور پوستو او سپین پوستو   يووالي ، په امریکا کې د تور او سپين يوکيدل او په روندا  کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل عام غج اخيستنې هوډ پريښودلو ترشا د بښنې زغم او يو بل د منلو انګيزه پيدا او بيا دغو هيوادونو ته د پرمختګونو لاره پرانستل شوه .

د ارام اباد او ازاد افغانستان په هیله!
عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان، د زمري د مياشتې ١١/ ١٤٠٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب