یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د خارجي اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدو علتونه

د خارجي اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدو علتونه

 استاد عبدالجبار وحدت

د (زم زم) پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد

د مقدمې په ډول که ووایم چې له بده مرغه په وروستیو کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت په بې سارې ډول سره بایلود ، په ځانګړې ډول د ډالرو په وړاندې، چې ګنې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې یې راولاړې کړې، د اجناسو او نفتي موادو قیمتونه لوړ شول، په داخلي سعر بې باوي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی ، د افغانیو په ځای خلک کوښښ کوي، بهرني اسعار یا قیمتي اجناس وساتي، د خلکوسپماوې زیانمنې شوې ، حقیقي عاید(Real Income) ټیټ شو، د خلکو د ژوند سطحه ټیټه شوه، د خلکو په لګښتونو کې په غیر اختیاري ډول زیاتوالی راغی ، بالاخره که ووایو چې له دې سره یو ستر اقتصادي ناورین رامنځته شو، دلته  ستونزې نه یوازې د افغانیو په با ارزښته یا بې ارزښته کېدو رامنځته کېږي، بلکې دلته د قیمتونو ستونزې په سیده توګه د بهرنیو اسعارو له ارزښت سره غوټه شوې دي ، راځو خپل بحث ته چې د افغانیو ارزښت ولې ټیټ شو ، یاټیټېږي؟

دا یو ستر بحث دی او یوازې په هو او نه سره یې ځواب ممکن ندی ، د ګڼو اړخونو له تحلیل څخه موږ نسبي او یا دقیقي پایلې ته رسیدی شو .

د افغانیو ارزښت نه یوازې په اقتصادي ، بلکې سیاسي،نظامي ، ټولنیزو او رواني عواملو پورې کلک تړاو لري.

چې دلته به له هر یوه څخه په لنډ ډول یادونه وکړو .

علتونه:

  1. اقتصادي عوامل
  • د یوې واحدي پولي پاليسۍ نه شتون:

سره له دې چې داخبره ډېره مشهوره شوې هم دی چې افغانان یا په عموم کې خلک نیوکې کوي، مګر نه موږ د نیوکو سره یو ځای د حل لارې هم وړاندې کوو ، موږ د پولي پالیسو ډېر ډولونه لرو ، لکه انقباظي ، انبساطي، خارجي اسعارو سیاست، بانک نرخ پالیسي، ازاد بازار عملیاتو سیاست، لیلام سیاست او دې ته ورته نور سیاستونه ،چې معمولا په پولي پالیسو کې انقباظي او انبساطي سیاستونه ډېر کارېدونکې دی او د سیاستونو اکثریت ډولونه په دې کې شامل دي، که دلته په بازارونو کې  د افغانیو شته مقدار او تقاضا ته په کتو نیاز سنجي شوي وی او بیا یې په وړاندې سیاست پلي شوی وی، ممکن پایله به یې ډېره ښه وه ، دلته یوه خبره ډېره مشهوره ده ، کله چې یو مامور معاش اخلي بیا وایي داسې پیسې راسره دي چې چرګ پرې حلالېږي ، مانا داچې دا پیسې نهایي نوې دي،ممکن د چاپ بوی یې لاړشي او ګرمې واوسي ، دلته ډېر ی وخت دولت خپلې اړتیاوې له تشبثاتي فعالیتونو څخه نه پوره کوي ، بلکې د نویو بانکنوټونو د چاپ پر مټ یې پوره کوي چې دا یو ښه وضعیت نه شي کېدی او نه هم هر وخت د لیلام سیاست زموږ ربړه حلولی شي،

  • مرکزي بانک د پولي سیاست په کیفي وسایلو برخه کې هم پاتې راغلی چې تر ډېره رواني بڼه لري او دا برخه که منفي فکره نه راته وایاست په نشت حساب دی.
  • داخلي تولیداتو نشتون: چې له امله یې صادرات هم نشته او زموږ تړلتیا په بهرنیو تولیداتو او اسعارو پورې لا زیاتوي ، د افغانیو په ارزښت يې بې ساري اغېز لرلی دی.
  • د اقتصادي ثبات نشتون

له بده مرغه چې په افغانستان کې اقتصادي ثبات ډېر کم وو او دی ، مګر له ۱۳۹۴ کال را په دې خوا هیڅ داسې وضعیت ندی رامنځته شوی ، چې د افغانیو د ارزښت لپاره څرک پکې ولیدل شي.

  • اقتصادي نوسانات :
  • چې تقریبا پورتنی عوامل تاییدوي او په ځان کې یې رانغاړي ، ډېری وخت نوسانات پولي ثبات له منځه وړي
  • همدارنګه په ایران بندیزونه

ممکن دا خبره تاسو ته نوې ښکاره شي ، مګر مستقیم او غیرمستقیم بندیزونو په ایران زموږ سعر تاواني کړی دی او افغانیو په ارزښت یې ځکه اغېز کړی دی چې موږ د ایران لپاره یو ښه مارکيټ یو او په دوی بندیزونه دلته په قیمونو او افغانیو ارزښت باندې بې اغېزې نه وي

  • د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل

دا یوه دردناکه خبره ده چې له ۵۰ څخه تر ۷۴-۷۷ او بالاخره ۸۰ پورې افغانۍ د یو ډالر په وړاندې بدلېږي ، چې په لوی لاس یې زموږ کرنسي د خارجي اسعارو په وړاندې بې   ارزښته کړې ده .

  • خارجي اسعارو ته د زیاتي تقاضا شتون

له بده مرغه په افغاني ټولنه کې بیروني اسعارو ته په زیاته اندازه تقاضا شتون لري چې دا تقاضا د افغانیو په وړاندې دتقاضا د کمښت او په لویه کې دافغانیو د ارزښت د ټیټوالي لامل شوې ده .

  • نا څرګند اقتصادي وضعیت

دا هم یو داسې څه ده چې د افغانیو ساتلو ته خلک زړه نه ښه کوي ، کوښښ کوي چې افغانۍ له ځانه لرې وساتي.

دې ته ورته په لسګونه نور اقتصادي عوامل هم لري،  چې  ما د لیکنې  د اوږدېدو څخه د مخنیوي په پار مشخص عواملو ته اشاره کړې ده.

  • بندرونو بندېدل یا د اموالو د ورود کموالی

هم یو ستونزه ایجاد کړي او سوداګریز اموال په کمه پیمانه هیواد ته داخلېږي ، په مجموع کې یې د قیتمونو ګراف لوړ کړی او افغانۍ یې بې ارزښت لور ته بېولي دي.

  • په بانکونو کې د (Credit Risk) رامنځته کېدل

یاده موضوع هم د افغانیو ارزښت په ټيټوالي اغېز کړی دی ، معمولا د اعتباراتو برخه مهمه ده ،چې دلته په ځانګړې ډول کومه پاملرنه نه ده ورته شوې

  1. سیاسي عوامل
  • جګړې او نا امني

له بده مرغه چې افغانستان د څو لسیزو جګړو په اور کې سوځي او د دې اور تازه کولو لپاره د تېلو پاشلو هیڅ کمی نشته ، اوږد مهاله جګړه هغه څه ده چې نظامي لګښتونه زیاتوي ، د دې لګښتونو تمویل تشبثاني ندی ، بلکې د اضافي بانکنوټونو نشرول دي چې د انفلاسیون رامنځته کېدو وېره یې رامنځته کړې، لویې لارې بندې ، خلک کاروبار ته زړه نه ښه کوي په داخلي کرنسي باندې نهایت بې باوره شوې دي او ارزښت یې په سیند لاهو کړی دی.

  • د خارجي سیاسي او تجارتي اړیکو کمزورتیا

له بده مرغه چې تجارتي او سیاسي اړیکې مو تر بل هر وخت له ګاونډیو سره خرابې شوې دي، زموږ تجارت او سیاست سیده یو په بل اغېز لري ، اوس اکثریت تجارتي اموال په قصدي ډول نه واردیږي ، د دې ملحوظ مطلق سیاسي دي ، مګر اغېز یې مطلق اقتصادي دی .

  • بهرنۍ نړۍ کې د افغانستان د پیسو او بانکونو اړوند بې باوري

زموږ بانکونه د اوږد مهاله جګړې له امله په معملاتي او اعتباري برخه کې نهایت کمزوري شوې دي او credit Risk  یې رامنځته کړی دی .

  • نړیوال بانک سره د پیسو ارزښت اړوند ناسم سیاسي او اقتصادي پوهاوی

زموږ د افغانیو  ارزښت ټيټوالي کې یوازې داخلي عوامل ندي دخیل ، بلکې نړیوال عوامل هم دخیل دي ، تر څو نړیوالو مالي ادارو او بنسټونو ته ډاډ ورکړ شي او د یو سم  پولي وضعیت په لور ګام واخلو.

  1. رواني لاملونه
  • تبلیغاتي ماشین او  په رواني ډول د اذهانو مغشوشول

په رواني لحاظ خلک دې ته اماده شول چې افغانۍ په بهرنیو اسعارو تبادله کړي او په رواني ډول خلک په خپله کرنسي باندې بې باوره شول، حتی ځینو رسنیو ته ځانګړی فنډ ورکول کېږي ، تر څو تبلیغات وکړي او خلک نا مطمین او نا څرګند حالت ته بوځی

  • اخباري قیمتونه لوړېدل

ډېری وخت دلته په رواني لحاظ یا اخباري موضوعات دی چې پرته له دقیقو ارقامو خپرېږي او افغانۍ یې بې ارزښتي لور ته بیولي ده .

  • حتی ځینې وخت بې ځایه تاریخي مسایل مطرح کول

ډېری خلک دوستمي روپیو تاریخ ته په کتو داسې فکر کوي ، چې ممکن افغانۍ هم په ورته برخلیک اخته شي او په رواني لحاظ تشویش کوي ،چې افغانیو ثبات یې له سوال سره مخ کړی دی.

په ټوله کې باید د افغانیو ترویج او با ارزښته کېدلو لپاره کار وکړو .

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب