سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکالمونهسنګرغوريان لــه پارسه تر هندوستانــه

غوريان لــه پارسه تر هندوستانــه

 (ضهاک که سهاک یا هوتکیان که غلجیان)

۲۰ مه برخه

استاد شهسوار سنګروال

د افغانستان «د تاريخي جغرافيې څرنګوالی» د کتاب په حواله يوه پوځي انګرېز «توماس هولډيچ» Clonel Sir Thomas Holdich د غور او غوريانو په اړه داسې ويلي دي:

«د غور نوم په اورېدو د انسان سترګو ته يوه داسې لويه او پراخه ځمکه درېږي چې له هند نه را واخله تر ايرانه او له امو نه تر هرمز پورې غزېدلې وه.»( 1

د غوريانو د واکمنې کورنۍ هممهاله ليکوال منهاج السراج غوريان د«ضهاک زوزات ګڼي او په دې اند دي چې:

«د دوی نيکونه د فريدون د بريدونو له امله غور ته راغلل او بيا د غور په غرونو کې مېشت او ودان شول او د پېړيو په اوږدو کې دلته استوګن دي.»( 2

فردوسي هم د «ضحاک» نوم ياد کړی دی او همدا راز العتبي، ګردېزي، ابوفضل بيهقي، حدود العالم، موسی خورني او په لسګونو نورو د غورستان او غوريانو په تړاو څرګندونې کړې دي.

«دوه ټبرونه چې په غرسستان کې واکمن وه، يو يې غوريان دي او بل يې هوتکي غلجيان… د هوتکيانو واکمني دومره پراخه شوه لکه څنګه چې په زېږدي دولسمې پېړۍ کې غوريانو پرمختګ کړی و.»( ۳

موږ د مخه د ضحاک يادونه وکړه او پدې تړاو ډېرو لرغون پېژندونکو او تاريخپوهانو لرغونۍ افسانه وي ضحاک، سهاک بللی دی.

ښايي دا همغه ضحاکي ټبر نه موخه ساکي وګړي وي چې تاريخ يې د ضحاک په پرتله تت ندی بلکې روښانه او څرګند دی.

«سوريان د خراسان او غور افغانانو يوه تپه وه، چې اوس هم د هرات په بادغيس کې د زور اباد تر شاوخوا د «زوري» په نامه موجود دی. دې کورنۍ تر اسلام د مخه هم د تخارستانو غور، هرات، او خراسان په سيمو کې حکومتونه چلول، د غرشاه په لقب يادېدل. سوريان يوه لرغوني افسانوي شخصيت ضحاک ته منسوب دی.»( ۴

که چېرې دې خبرې ته تم شو چې ضحاک يانې (ساک، ساکا، ساکي، سوري…) د غوريانو نيکه د فريدون د بريدونو له کبله غور ته راغی… که څه هم دغه اند يو افسانوي رنګ لري. ولې که چېرې دا ومنو چې لرغوني اريايان له بلخ نه د ځنو لاملونو له کبله کوچېدلي دي نو ښايي يو شمېر اريايان غور ته راغلي وي.

دا ډول څرګندونې شوې دي خو تاريخي ارزښت يې يو څه تت برېښي خو کوم څه چې ريښتيا دي هغه دا چې غوريان د غور اصلي اوسېدونکي ګڼلی شو.

د اسلام د سپېڅلې دين له خپرېدو نه د مخه د غور واکمن همدغه سوري ټبر وه چې د ماهوي سوري په نوم هم ياد شوي دي.

د سوري کورنۍ له نامتو کسانو څخه يو هم نوميالی شنسب د خرنک زوی دی. هغه مهال چې د حضرت عمر رضی الله عنه په خلافت کې د اسلام دين  پا رس ته راورسېد او ساساني پاچا يزدګرد افغانستان ته راغۍ په دغه وخت کې له غور نه را واخله تر مروې پورې د واک او ځواک څښتنان همدغه ماهوي سوريان ول چې يزدګرد د دوی د واک په مهال ووژل شو.

د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت په مهال شنسب د سيمې يو مخور تن وه چې د منهاج السراج په وينا د خليفه حضور ته لاړ او د اسلام دين يې ومانه.

دا چې د دې سيمې سردارانو د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت په مهال اسلام منلی دی نو بيا د غزنوي درباريانو او د هغه مهال ليکوالو څرګندونې د تامل وړ دي. د ساري په توګه کله چې په ۴۰۵ هـ کال غزنوي سلطان محمود په بست، زمينداور او د غوريانو تر واک لاندې په کومو سيمو بريد کوي ابوالفضل بيهقي او حمدالله مستوفي د دغې سيمې وګړي کافران او ملعونان بللی دي.

دلته دوه لاملونه د پام وړ دي: لومړی دا چې دوی غوښتل مسلمانان چې د محمود د لښکر وه دېته وهڅوي چې د دغو خلکو سروهلي او مال يې تالان او جنګيالي يې هيجاني کړي چې د دوی په وړاندې پرته له کوم ترحم نه خونړي بريدونه وکړي. يانې دا يو تبليغاتي جنګ وه نه د کفر او اسلام جنګ. واکمنو د خپلې واکمنۍ د پراختيا لپاره له دغې وسيلې نه ګټه اخېسته.

دويم که چېرې د منهاج السراج د خبرې مانا دا وي چې يوازې شنسب مسلمان شوی دی او نور غوريان لا کافران ول هم د تامل وړ ځکه دی چې د شنسب له (حضرت علی رضی الله عنه) مهال د سلطان محمود او مسعود تر زمانې پورې تقريبا څلور پېړۍ تېرېږي دا څنګه کېدی شي چې سرداران يې مسلمانان ول او اولس يې کافران؟!

دلته دا خبره د پام وړ ده چې د اصطخري د منهاج السراج نظر ته ورته اند لري او وايي:

«د غور وګړي چې زياتره مسلمانان دي ډېر پياړي او ډېر جنګيالي دي، په لوړو او هسکو کلاګانو کې اوسېږي.»( ۶

همدا ډول حمدالله مستوفي د دې خبرې ترڅنګ چې دغه وګړي کافران بولي دا هم وايي چې د غور مشر او پاچا سوري نومېده: «دی او زوی يې په جنګ کې ونيول شول او غزني ته په لاره يې زهر وخوړل او جهنم ته لاړ.»( ۷

دا ريښتيا ده چې امير محمد سوري د اوږد مهالې جګړې په ترڅ کې د اهنګران په کلا کې کلابند شو او بيا وروسته سيالو ځواکونو ته تسليم هم شو.

ولې نوموړي د هغو وهلو ټکولو او سپکولو وس په ځان کې و نه ليد له خپل کشر زوی «شيش» سره يې په اشاره خدای پاماني وکړه زهر يې وخوړل خو د يرغمل ترخې شېبې يې ترشا کړې.

بيا هم د غور سيمه ييز حکومت ړنګ نه شو. د غور خلکو بيا د امير محمد سوري زوی «بوعلي» د هغه ځای ناستی وټاکه ولې يو څه ماليه يې د غزني واکمنو ته ورکوله او هغه هم د وسلو هغه يوه برخه چې په غور کې به جوړېده.

د غوريانو سيمه ييز واک يو د بل پسې د سيمه ييزو واکمنو لخوا خوندي وه. له بوعلي وروسته د ده وراراه عباس ور پسې د عباس زوی دوم محمد سوري چې وروسته قطب الدين حسن د ده په ځای وټاکل شو.

د دغه مهال نامتو کس د قطب الدين زوی ملک عزيزالدين حسين (۴۹۲ هـ کال) د غور په تخت کېناست.

که څه هم قطب الدين حسين د غوري پاچاهانو نيکه ګڼل کېږي او دغه واکمن (۴۶۰ هـ – ۱۰۶۷ ز) په غور کې د يوه باثباته دولت بنسټ کېښود خو زوی يې اوښيار او علم پالونکی انسان وه . ده کوښښ وکړ چې د غزني او سلجوقي واکمنو تر مينځ خپل ځان پياوړی کړي نو ځکه يې له دواړو سره اړيکې ساتلې.

ده د خپلو اووه زامنو په مټ غور د يوې پلازمېنې په توګه وساته ورورو يې د خپلواکۍ لمن تر غزني پورې وغځوله. خراسان، زابل، باميان، او تخارستان يې د خپلې واکمنۍ برخه کړه او د ملک چارې يې د خپلو زامنو تر مينځ ووېشلې.

قطب الدين محمد د غرشاه د پخواني نوم دب دبه بيا را ژوندی کړه. او د واک د ټينګښت لپاره يې د فېروز کوه کلا جوړه کړه. د وروڼو د خپل مينځي اخ و ډب له کبله خپه شو او د غزني سلطان بهرام شاه دربار ته پناه يووړه، بهاوالدين سام د ده ورور د غورمندېش نه سربېره د فېروز کوه ښار هم ونيو او په (۵۲۴ هـ – ۱۱۴۹ ز کال) په تخت کېناست. ده د واک په بېلابېلو سيمو کې کلاګانې ودانې کړې او د ګيلان ملک بدرالدين شنسبي لور سره يې واده وکړ چې د سلطان معزالدين محمد سام او سلطان غياث الدين محمد سام مور کېده.

ملک شهاب الدين خرنک بن حسين، ملک شجاع الدين علي، سلطان سيف الدين سوري، علاوالدين او ملک فخرالدين د ده نور زامن وه چې د غورستان په بېلابېلو سيمو کې پاچاهي کوله.

ولې هغه مهال چې قطب الدين محمد غزنوي سلطان بهرام شاه ته پناه يووړه نه يوازې د افغاني دود له مخې هغه وژغوره بلکې وې واژه.

د قطب الدين ورور سلطان سيف الدين سوري د غور لومړی پاچا دی چې د سلطان لقب يې ځانته غوره کړ پرېکړه وکړه چې له سلطان بهرامشاه نه د خپل ورور غچ او کسات واخلي.

نوموړی سلطان د سيف الدين له وېرې هند ته وتښتېد او سوري د غزني پاچا شو.

د ډېرې يخنۍ له کبله چې سوړ ژمی وه سلطان سيف الدين سوري و نه شو کولی چې له غور نه نور ځواکونه را وغواړي نو بهرام شاه پرې بيا بريد وکړ او وې واژه.

د سلطان سيف الدين ځای ناستی بهاوالدين سام چې د خپل ورور له وژلو خبر شو د غچ اخستلو لپاره مخ په سلطان بهرام شاه د يو لوی لښکر سره را روان شو خو د غزني په ګيلان کې ومړ.

ولې لکه څرنګه چې سلطان سيف الدين د غور تخت بهاوالدين ته سپارلی وه دا رنګه ده هم خپل ځای ناستی علاوالدين حسين ټاکلی وه. ( نوربیا )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب