سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد ملي شورا اعلامیه: طالبان دې عامه تاسیسات نه ړنګوي ، سولې...

د ملي شورا اعلامیه: طالبان دې عامه تاسیسات نه ړنګوي ، سولې ته دې حاضر شي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۱۱) د ملي شورا غړو د نننۍ فوق العاده غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه.

دوی په دې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

د ملي شورا غړو همدا راز له طالبانو وغوښتل چې روانې جګړې پای ته ورسوي، عامه تاسیسات دې نه ورانوي او د سولې خبرو ته دې حاضر شي.

دوی دغه راز په ټینګار سره وویل، چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنو ساتنه کوي او اجازه نه ورکوي، چې بشري حقونه، د بیان ازادي، د مېرمنو حقونه او نورې لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخ شي.

دوی په اعلامیه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې به درېږي.

دغه اعلامیه داسې مهال صادرېږي، چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو ولسمشر غني ژمنه کړې، چې وضعیت به کنټرولېږي او ترهګرې ډلې به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

غني: که طالبان مذاکراتو ته حاضر نشي، جګړه کې به یې ګونډې ور ماتې کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب